لوګر کې د دویمې سرحدي لېوا درستیزوال په ډزو وژل شوی

اطلاعات روز: د سويل ختيځ زون په مرکز پکتیا کې د دویمې سرحدي لیوا چارواکي وایي، ناڅرګندو وسله والو په لوګر ولايت کې د دویمې سرحدي لیوا درستیزوال په ډزو وواژه.

د سويل ختيځ زون په مرکز پکتیا کې د دویمې سرحدي لیوا قوماندان ډګروال ګوجر خان امان اطلاعات روز ته وويل، چې نن (چهارشنبه، ۱۱ د وري) سهار شاوخوا لس بجې ناپیژنده وسله والو د لوګر مرکز پل علم اړوند «خضر بازار» سیمه کې د سرحدي لیوا درستیزوال ډګروال «فریدون فیاض» په ډزو وژلی دی. امان زیاتوي چې فریدون فیاض د‌ دندې لپاره له کابله ګرديز ته روان و، چې د وسله والو له برید سر مخ شو.

ويل کيږي، چې په دې پېښه کې د نوموړي يو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې یا چا نه دی منلی.