تورخم

تورخم کې هغه سرتیری چې خلک وهي نیول شوی

اطلاعات روز: د کورنیو چارو وزارت وایي، د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کمېسارۍ هغه پولیس سرتیری چې ځینې خلک وهي ډبوي، نیولی او تر څېړنې لاندې دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن (دوشنبه، ۱۶ د وري) ویلي، چې دغه پولیس ذاکر نومیږي او د یاد وزارت د داخلي امنیت له خوا نیول شوی او تر څارنې او څېړنې لاندې دی.

ښاغلي ارین ویلي، چې د پولیسو دا ډول چلند د منلو نه دی.

څه موده وړاندې هم په ورته پېښه کې د تورخم کمېسارۍ یو پولیس چې څو ښځې یې په لښته یا پیپ وهلې وې، نیول شوی و او د کورنیو چار وزارت ویلي و چې نوموړي ته د سزا ترڅنګ یې تل لپاره له نظامه بهر کړی دی.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د روان کال وري په اتمه پر خپل ټوېټر لیکلي و، چې دغه سرتېری وهاب نومیږي او زیاته کړې ده، چې د نوموړي دا کړنه طالباني دود او ترسره کوونکی یې «ترهګر» دی.