پړانګ

لغمان کې ټپي شوی پړانګ د ښې درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوی

اطلاعات روز: د لغمان ولایت چارواکي وایې، په دې ولایت کې ټپي شوی واورین پړانګ یې د ښې درملنې په موخه کابل ته انتقال کړی دی.

د لغمان د کرنې او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال نن (دوشنبه، ۱۶ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې نیول شوی ټپي واورین پړانګ د لا ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوی.

هغه وایې، ياد پړانګ د تېرې میاشتې په وروستیو کې د الینګار ولسوالۍ اړوند په «ساو» دره کې د سیمي د خلکو له لوري ټپي شوی وه.

خوشال زیاته کړه: «کوم واورین پړانګ چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې په الینګار ولسوالۍ کې د ځایي خلکو له لوري د ښکار پرمهال ټپي شوی و، نن مو د ښې درملنې په موخه کابل ته انتقال کړ.»

نوموړی وایې، له مرکز څخه د واورین پړانګ د لېږد په موخه له راغلي پلاوي یې غوښتي چې د ځينو نورو ولایتونو په څېر دې د لغمان ساو او ځينې نورې درې چې خورا طبیعي ځنګلونه او ښکلاوې لري، د ملي پارک په نوملړ کې ورګډ کړي.

واورین پړانګ د افغانستان یو له کمیابه وحشي حیواناتو شمېرل کېږي چې ډیری یي د پامیر او همالیا په غرونو کې ژوند کوي.