صفر دوه قطعه

ملي امنیت د ننګرهار دوو ولسوالیو لپاره د داعش ډلې نوی مسوول وژلی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې د دې ولایت دوو ولسوالیو لپاره د داعش ډلې نوی مسوول وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه، ۲۹ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲ قعطې» ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت کوز کنړ ولسوالۍ شګې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا په دې عملیاتو کې د پچیراګام او هسکې مینې ولسوالیو لپاره د داعش ډلې نوی ټاکل شوی مسوول کمین چې په «حکیم الله» مشهور و، وژلی دی.

خوږیاڼی وایي: «ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه په کوز کونړ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو لپاره نوی ټاکل شوی مسوول وژلی دی.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.