غني

ولسمشر غني: د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د پاکستان په لاس کې دی

اطلاعات روز: ولسمشر محمداشرف غني افغانستان سره د سیمې هېوادونو د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې وایي، نن د پاکستان د پرېکړې ورځ ده، که غواړي افغانستان ناارامه وي، پاکستان به هم وي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن (یکشنبه، ۲۹ د وري) په ارګ کې د ملي امنیت او ملي پولیسو ۱۶ تنه منسوبینو ته د دولتي مډالونو ورکړې غونډه کې کړي دي. په همدې اړه د ارګ پر فیسبوکپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلی غنی وایي که پاکستان د افغانستان هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي.

ولسمشر غني زیاته کړې: «د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان تیار دی چې د سیمې او نړۍ هیوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي.»

د هېواد ولسمشر دغه راز ویلي، طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او یو په بل پسې د اسلامۍ نړۍ د دیني علماوو ټولنو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده. نوموړي زیاته کړې، که طالبان د ملي حاکمیت، ولسواکۍ، اباد او خپلواک افغانستان چوکاټ کې سوله کوي، غېږ یې ورته پرانیستې.

ولسمشر ویلي: «جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زموږ غېږ ورته پرانېستې ده او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده. موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو.»

ولسمشر همدارنګه ویلي: «یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي نور ورته په دولت کې ځای نشته.»

د ارګ خبرپاڼه وایي، ولسمشر غني له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل، په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی.

ښاغلي غني ویلي، موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتوالی لرو اود دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنه منسبوبینو ته د بریال دویمې درجې دولتي مډالونو ورکړې په اړه د ولسمشر فرمان کې راغلي، چې  دغو منسوبینو په مېړانه او رښتینولۍ خپلې دندې ترسره کړي او دغه مډالونه یې د کړنو د تقدیرولو په موخه ورکول کېږي.

ولسمشر غني د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنه منسبوبینو ته د بریال دویمې درجې دولتي مډالونه ورکړل.

ارګ پاڼه وایي: «د جمهوررئیس له لوري یادو منسوبینو ته د مډالونو له ورکړې وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیموغونډو د لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د ژمنو تعقیب په یو اصل بدل شوی او د دوامداره هڅو په نتیجه کې په کابل کې د جرمونو ګراف په بېساري ډول راټیټ شوی او له دولتي خدمتونو د خلکو د رضایت کچه لوړه شوې ده.»

ولسمشر اشرف غني د شپږنیمو له غونډو ملاتړ څرګندولو سره ویلي، دغو غونډو مثبت بدلونونه راوستي او باید دوامداره شي.