انتوني بلینکن

امریکا افغانستان سره په ملکي برخو کې ۳۰۰ ملیونه ډالر مرسته کوي

اطلاعات روز: د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، هېواد افغانستان سره په ملکي برخو کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.

ښاغلي بلینکن تېره شپه ناوخته (چهارشنبه، ۱ د غویي) یو ټوېټ کې ویلي، چې افغانستان سره د امریکا د نورو مرستو سربېره دا مالي مرسته، افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پراختیایي ادارې  (USAID)د بهرنیو چارو وزارت له خوا ترسره کیږي.

هغه زیاته کړې، د امریکا دا ۳۰۰ میلیون ډالري مرسته افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو پر ساتنې تمرکز لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې افغانستان سره د دې مرستو اعلان کوي چې د دې هېواد ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د دې هېواد ځواکونو وتلو برنامې اعلان پرمهال وویل، افغانستان سره به یې ډیپلوماټیکې او بشري مرستې دوام ولري.

دغه راز په هغې پسې، کابل ته د انتوني بلینکن سفر او له افغان چارواکو سره له هغې ډلې ولسمشر اشرف غني سره په لیدنو کې نوموړي وویل، چې امریکا د خپلو ډیپلوماتیکي او بشردوستانه مرستو سره له افغانستان او د دې هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه، چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل، د امریکا او افغانستان د سټراتیژیکو اړیکو کمزوري کېدو په مانا نه دي او امریکا د افغانستان دولت او خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو اعلان د وري په ۲۵مه وشو. د دې برنامې پر بنسټ، ټول امریکایي نظامیان به د روان کال سپټمبر ۱۱مې پورې له افغانستانه ووځي. له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتنه د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱مې پېښې په شلمې کلیزه کې ترسره کیږي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو اعلان سره هم مهاله د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم وویلې، چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړۍ پیل او څو میاشتو کې به بشپړ شي. هغه ټینګار وکړ چې ناټو او امریکا له افغانستانه همهاله وځي.

دمګړۍ د امریکایي ۲۵۰۰ نظامیانو په ګډون، نږدې ۹۶۰۰ د ناټو ځواکونه په افغانستانه کې دي. دا نظامیان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ښوونه او روزنه او مشوره ورکوي.

د هغې هوکړې پر بنسټ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې وشو، د روان زیریز کال د مې په اوله له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.