تورخم

د ننګرهار او قبایلې سیمو میشتي له تورخمه په پېژندپاڼې د تګ راتګ غوښتنه کوي

خبریال: جان اغا صالح

ننګرهار میشتي غوښتنه کوي، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې په تورخم کې د پاسپورټ او ویزې پر ځای په تذکرو یا پېژندپاڼو د تګ راتګ زمینه ورته برابره کړي.

 د ننګرهار قومي مشران غواړي چې د تورخم له لارې دې یواځې په تذکرو د تګ راتګ زمینه برابره شي.

دوی وایي، پرته له تورخم پر ډیورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ پر نورو ټولو دروازو کې خلک په تذکرو تګ راتګ کوي چې په خبره یې، باید دا چاره په تورخم کې هم عملي شي.

د ننګرهار یو قومي مشر کفتر خان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د پاسپورټونو، وېزو او نورو رسمي چارو له امله مساپر ساعتونه ساعتونه، چې ډېری یې ناروغان او کاروباریان دي، په تورخم کې ځنډېږي او ستونزې یې ورته جوړې کړي دي.

ملک کفتر خان زیاته کړه: «کله چې مونږ د تورخم له لارې څخه پاکستان ته تګ راتګ کوو، نو له زیاتو ستونزو سره مخ یو، هر هغه څوک چې تورخم له لارې تګ راتګ کوي ټول یې ناروغان، کاروباریان او د نورو اړتیاوو له مخې ځي، مونږ له دواړو حکومتونو غوښتنه کوو چې د نورو ولایتونو په شان دې دلته هم په تذکرو تګ راتګ زمینه برابره شي او که غوښتنې مو ونه منل شي مونږ به مدني حرکتونو پیل وکړو.»

د ننګرهار یو قومي مشر کفتر خان وایي، د پاسپورټونو، وېزو او نورو رسمي چارو له امله مساپر ساعتونه ساعتونه، چې ډېری یې ناروغان او کاروباریان دي، په تورخم کې ځنډېږي او ستونزې یې ورته جوړې کړي دي.

د شینوارو ولسوالۍ یو بل قومي مخور ملک عارف وایې، که افغان او پاکستان حکومتونه د یادې ستونزې د حل په برخه کې جدي اقدام ونه کړي نو ولسونه به یې په غبرګون کې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي.

د هغه په باور، د ډېورنډ فرضي کرښې دواړه غاړه قومونه د یوه وجود په شان دي او باید ترمنځ یې د تګ راتګ پرمهال خنډونه له منځه یوړل شي.

ملک عارف زیاتوي: «مونږ هم له افغان او هم له پاکستاني حکومته غواړو چې نور دې ولس ته بې غیر له پاسپورټ پر تورخم د تګ راتګ اجازه ورکړي، ځکه هلته مونږ خپلوۍ لرو، دوستان لرو، نو ډیر کله د پاسپورټ او ویزې د نشتون له امله نشو تلای، که حکومتونه د ولس خبره ونه مني نو موږ به د دوی پروړاندې مدني حرکتونه پیل کړو، ترڅو دا لاره هم د خلکو پرمخ بې غیر له پاسپورټه خلاصه کړي.»

ننګرهار میشتي داسې مهال په تورخم د پاسپورټونو پر ځای پر تذکرو د تګ راتګ غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د قومي مشرانو یوه جرګه کوزې پښتونخوا ته تللې وه او هلته یې په دې اړه له ځينو قبایلي مشرانو سره کتلي وو.

د دغې جرګې یو غړی قومي مشر لال اغا کاکړ اطلاعات روز ورخپاڼې سره په خبرو کې  وویل، د ډېورنډ کرښې پورې غاړه له قبایلي مشرانو سره یې د ناستې هدف د دواړو غاړو د قومونو ترمنځ یووالی او ښه همغږي رامنځته کول وو.

د ننګرهار د قومي مشرانو جرګې یو غړی قومي مشر لال اغا کاکړ وایي، د قبایلي سیمې مشرانو سره لیدنه کې دواړو خواوو په پېژندپاڼې د تګ راتګ غوښتنه وکړه.

د ښاغلي کاکړ په خبره، دوی قبایلي مشرانو ته ننګرهار ته د راتګ بلنه ورکړې، څو دغلته یوه اجراییوي کمېټه جوړه او د افغانستان او پاکستان مسوولین په تورخم کې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره وهڅوي.

لال اغا کاکړ زیاتوي: «کوم قومي مشران چې هلته وو، لکه افریدي مشران او نور چې مونږ سره یې حضور درلود، هغوی ته مو دعوت ورکړ، هغوی به دېخوا ته راځي او په ګډه سره به همکاري کوي، څو پر دواړو حکومتونو ولسي فشار راولو او زمونږ د ولسونو دغه مشکلات حل شي او هم د پاسپورټونو پر ځای د نورو سیمو په شان دلته په تورخم کې هم خلکو ته په تذکرو د تګ راتګ زمینه برابره شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، دوی په تورخم ښارګوټي کې اوسمهال د پخوا په پرتله پاکستان ته تلونکو مساپرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي په پار لازم اقدامات ترسره شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «په تورخم ښارګوټي کې به لا نور سهولتونه هم رامنځته شي، له کورنیو چارو وزارت سره هم همغږي شوې ده، څو په تورخم لا نور سهولتونه برابر شي، تر دا مهاله پورې د مساپرو د تګ راتګ لپاره یوه خاصه لاره جوړه شوې، څو نور خلک ترې استفاده ونه کړي او بیروبار جوړ نه کړي، یوه عمده ستونزه د ګنډیمارانو یا د قاچاقي مالونو د وړونکو وه، د دوی په چارو بندیز لګول شوی دی.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، دوی په تورخم ښارګوټي کې اوسمهال د پخوا په پرتله پاکستان ته تلونکو مساپرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي په پار لازم اقدامات ترسره شوي دي.

له نن څخه تر نېږدې ۴ کاله وړاندې خلکو د ډېورنډ له پولې په ازادانه ډول تګ راتګ کاوه، خو په دې وروستیو کلونو کې له کله چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ پر ډېورند کرښه یو بل ته د ترهګرۍ د انتقال ادعاوې او بې باورۍ زیاتې شوې، نو پاکستان پر دغه کرښه اغزن سیمونه او پر ځينو لارو چې د تګ راتګ لپاره د تورخم بدیلې لارې وې، دروازې نصب کړې.