ننګرهار

ننګرهار کې د رمضان جام پر سیالیو د برید مخه نیول شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د رمضان جان په نوم د کرکټ پر روانو سیالیو د یو برید مخه نیول شوې ده.

د ننګرهار امنیه قومندان جمعه ګل همت وایي، تېره شپه (جمعه، ۱۰ د غویي) شاوخوا ۸ بجې او ۴۰ دقیقې یو تن سره چې په یوه عراده ریکشه کې یې پنځه کړۍ ماینونه چې دوه یې ریموټ کنټرول او درې یې حلقوي ماینونه وو نیولی.

نوموړی وایي، یاد تن غوښتل چې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د رمضان جام سیالۍ هدف وګرځوي، خو موخې ته له رسیدو وړاندې یې نیولی دی.

ښاغلی همت زیاتوي، دغه بریدګر د امن عامه شمشاد دریم کنډک منسوبینو د قومندان سمونیار خالد مسلمیار په مشرۍ چې په جلال اباد ښار کې د رمضان جام سیالیو د امنیت مسوولیت یې په غاړه دی، نیولی دی.

همت زیاتوي: «د عامه نظم زړور سربازانو یو تن له ماینونو سره یو خای نیولی چې غوښتل یې هلته د کرکټ بیل شوې سیالۍ هدف وګرځوي نیول کس اوسمهال بندي دی.»

تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

شاوخوا درې کاله وړاندې د ۱۳۹۷ کال د غویي میاشتې په ۲۸مه جلال اباد ښار کې د روژې جام یا رمضان جام پر کرکټ سیالیو دریو چاودنو اته کسان ووژل او ۴۳ یې ټپيان کړل. د دې برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.