هراتیان

هراتیان: د کابل لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي برید د «هزاره ګانو نسلوژنه» ده

اطلاعات روز: د هرات مدني فعالان د کابل لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي برید د «هزاره ګانو نسلوژنه» یادوي او د دې «خونړۍ» پېښې د عاملینو پېژندنه او نیونه غواړي.

دغو مدني فعالانو نن (دوشنبه، ۲۰ د غویي) په یوې خبري ناسته کې خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د شیعیه ګانو پر سیمو بریدونه باید ودریږي. د هغوی په وینا، د دې لړۍ دوام اندېښمنوونکی دی او په ورته مهال، د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیاتوي.

د هرات یو مدني فعال جلیل فیضان اطلاعات روز ته وویل: «هزاره نسل د افغانستان تاریخ کې تل زیانمن شوی دی. د امیر عبدالرحمن خان د حاکمیت له وخته تر اوسه د هزاره قوم نسلوژنه دوام لري. هیله من یو چې بیا نسل وژنه تکرار نه شي. هغوی [هزاره‌ ګان] د افغانستان اوسېدونکي دي او حق لري چې ارامه فضا کې ژوند وکړي.»

د هرات یو بل مدني فعال غلام فاروق راسب، پر ملکیانو برید د بشریت پر ضد برید ګڼي او ټینګار کوي چې باید د دا ډول بریدونو مخنیوی وشي: «باید پر ملکیانو د خونړي بریدونو عاملین ونیول شي او تر نړیوالې محکمې لاندې راشي.»

د هرات یوې اوسېدونکې لطیفه مرادي اطلاعات روز سره خبرو کې حکومت د خلکو امنیت ټینګښت کې په ناتوانۍ تورنوي. اغلې مرادي له امنیتي ځواکونو غواړي چې د هزاره ګانو سیمو کې د خونړیو بریدونو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ، د کابل لویدیځ کې د سیدالشهدا ښوونځي پر وړاندې درې پرلپسې بریدونه (یو موټربم او دوه ماین چاودنې) وشول.

د رسمي شمېرو له مخې، په دې چاودنو کې له ۵۰ ډېر ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شول. خو د «پوهنې شهیدانو» د جنازې مرکز شمېرې ښيي چې په دې چاودنو کې له ۸۱ تنو ډېر ووژل شول.

دا برید له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو. هېوادونو، وګړو او ډېرو نړیوالو سازمانونو افغانستان سره په دې برخه کې همدردي وکړه.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ملګرو ملتونو غوښتي چې د سیدالشهدا پر ښوونځي برید تخصصي وڅېړي.