عبدالله

عبدالله سره د پاکستان لوی درستیز لیدنه؛ دواړو لوریو د سولې ماناداره خبرو په پیل ټينګار کړی

اطلاعات روز: د پاکستان لوی درستیز قمر جاوېد باجوه د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په سپیدار ماڼۍ کې کتلي دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان لوی درستیز نن (دوشنبه، ۲۰ د غویي) وروسته له غرمې له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې، دواړه لوریو د سولې ماناداره خبرو پر پیل ټينګار کړی دی.

یادې خبرپاڼې لیکلي: «په دې لیدنه کې د پاکستان لوی درستیز وویلې چې هېواد یې په دې باور دی چې افغانستان کې نظامي حللاره نشته؛ یوازینۍ حللاره د خبرو اترو له لارې یوې سیاسي هوکړې ته لاسرسی او د یو ټولشموله حکومت تشکیل او د ټاکنو ترسراوي یادوي.»

د خبرپاڼې په وینا، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي چې طالبانو سولې ته له رامنځته شوي فرصته د خبرو او سولې لپاره ګټنه و نه کړه. ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې که طالبان د نظامي لارې د تحمیلېدو غوښتونکي وي، دا چلند یې د جنګ دوام او د دوی پر وړاندې د خلکو مخالفت لامل کیږي.

عبدالله عبداالله زیاته کړې: «دوکتور عبدالله زیاته کړې، یو سوله ییز افغانستان چې طالبان د سیستم یوه برخه وي، د افغانستان خلکو، سیمې او نړیوالو هېوادونو په ګټه دی. د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ټینګار وکړ چې نظامي حللاره، د افغانستان خلکو ته عملي او د منلو وړ نه ده.»

له دې وړاندې ارګ کې یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي و چې ښاغلي باجوه له ولسمشر اشرف غني سره لیده کاته کړي دي.