سټه کنډو

د پکتیا «سټوکنډو» سیمه د خلکو په تفریح ځای بدله شوې

خبریال: حبیب الله سراب

سټوکنډو سیمه د پکتیا ولایت د مرکز اړوند له ګڼو طبعي ښکلاو څخه برخمنه سیمه ده، چې په اختر او نورو ملي ورځو کې ورته ګڼ خلک د تفریح لپاره ورځي.

د پکتیا سربېره له خوست، غزني، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو ګڼ سیلانیان له خپلو کورنیو سره یو ځای راځي او بېلابېلې مېلې ترسره کوي.

راغلي ځوانان په دې سیمه کې د اتڼونو سربېره دودیز خواړه، انځورونه او نور بېلابېل تفریحي مراسم ترسره کوي.

په ګردېز کې د ځوانانو لپاره د تفریحي پارک نه موجودیت له امله ډیری خلک مجبور دي، چې په شخصي او یا هم کرایه موټرو کې تر سټوکنډو سیمې راشي او اخترېزې مېلې ترسره کړي.

سټو ته راغلی د پکتیا ولایت اوسېدونکی عبدالرزاق وايي، که په دې سیمه کې حکومت او ملي سوداګر پانګونه وکړي، د هیواد په کچه به د خلکو په سیاحتي ځای بدل شي.

نوموړي زیاته کړه: «مونږ نن راغلي یو، کلیوال، د کاکا زامن او نور دوستان راسره دي، په دې سیمه کې مو خواړه پاخه کړي و، وروسته مو اتڼونه وکړل او انځورونه مو واخیستل، مونږ ځکه دې سیمې ته راځو، چې پکتیا کې یو ښه پارک نه لرو، چې هلته ورشو او مېلې پکې ترسره کړو.»

سټو ته راغلی د پکتیا ولایت اوسېدونکی عبدالرزاق وايي، که په دې سیمه کې حکومت او ملي سوداګر پانګونه وکړي، د هیواد په کچه به د خلکو په سیاحتي ځای بدل شي.

نقیب الله مروت د پکتیا بل هغه اوسېدونکی دی، چې د اخترېزې تفریح لپاره له خپلو ملګرو سره د مېلو لپاره راغلی، هغه اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې دوی په ښار کې د ساتیري لپاره منظم ځای او پارک نه لري، چې هلته پکې د اختر تفریح وکړي.

هغه وویل: «مونږ ځکه دلته د سټوکنډو سیمې ته د تفریح لپاره راغلي یو، چې دا سیمه له جګو او سرسبزه غرونو او طبعي هوا برخمنه ده، هره برخه یې ځانګړې ښکلا لري او زمونږ ترڅنګ دلته له خوست، غزني او نورو لرې ولسوالیو خلک راځي او  تفریح کوي.»

په شنو ځنګلونو پوښل شوې همدې سیمې ته د ګاونډي خوست ترڅنګ، له پکتیکا، غزني او لوګر ولایتونو هم ګڼ خلک راځي، د خوست اوسېدونکي له وسله والو طالبانو د پیل شوي اختریز اوربند د غځېدو غوښتنه کوي.

عید محمد وايي، دوی د درې ورځني اوربند په لړ کې په ډاډه زړه د تفریح لپاره همدې سیمې ته راغلي دي او په خبره که وسله وال طالبان پیل شوی اوربند وغځوي، نو خلکو دا خوښي به څو برابره شي.

عید محمد وايي: «مونږ نن له خوست څخه راغلي و، دوه موټره مو راوستلي، دوستان دي راسره مونږ نن ډېر په ډآډه زړه راغلو، ځکه اوربند دی، نو زمونږ هیله دا ده، چې طالبان اوربند وغځوي او  خلک نورو په ارامه ژوند پیل کړي.»

په شنو ځنګلونو پوښل شوې همدې سیمې ته د ګاونډي خوست ترڅنګ، له پکتیکا، غزني او لوګر ولایتونو هم ګڼ خلک راځي، د خوست اوسېدونکي له وسله والو طالبانو د پیل شوي اختریز اوربند د غځېدو غوښتنه کوي.

د یاد ولایت یو بل تن اوسېدونکی امین الله بیا وايي، چې خلک د طالبانو او افغان حکومت له لوري د درې ورځني اوربند څخه خوښ دي، خو د هغه په خبره که طالبان په خپلو جګړو کې نور هم کموالی راولي، نو دا اقدام به تل پاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «طالبان دې له جګړې لاس واخلي، ځکه نوره جګړه که هغوی کوي، نو له خپلو وروڼو او  خپلو افغانانو سره یې کوي، خلک له درې ورځې اوربند څخه هم ډېر خوښ دي، نو زمونږ تمه دا ده، چې دا اوربند وغځوي، تر څو سولې ته زمینه برابره شي.»

په همدې سیمه کې بیا مېشت افغان ځواکونه خلکو ته د ډاډ من امنیت خبره کوي، د ملي اردو سرتېری بخت امیر وايي، د سیارو ګزمو او امنیتي پوستو په مټ یې د نا امنیو مخه نیولې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د سټوکنډو سیمې امنیت په موخه اردو، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو ښه همغږي رامنځته کړې او په خبره یې چې د دولت مخالفو وسله والو ډلو ته به اجازه ورنه کړي، چې په دې سیمه کې نا امني جوړه کړي.

ښاغلي بخت امیر زیاته کړه: «مونږ دلته ګدې سیارې ګزمې لرو، دا چې مخالفینو اوربند کړی دا د هغوی خپل کار دی، زمونږ مسوولیت له خلکو او خپلې سیمې څخه دفاع ده، که هر څو دلته په سټوکنډو سیمه کې نا امنیي جوړوي او خپل شوم اهداف ترسره کوي، هغوی ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکوو.»

په همدې سیمه کې بیا مېشت افغان ځواکونه خلکو ته د ډاډ من امنیت خبره کوي، د ملي اردو سرتېری بخت امیر وايي، د سیارو ګزمو او امنیتي پوستو په مټ یې د نا امنیو مخه نیولې ده.

د سټوکنډو سره بېره د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالي کې د سپینې شګې په نوم سیمه چې خلک یې د پاریس په نوم هم یادوي، له زیاتو ښکلاګانو برخمنه ده، دا سیمه له ګاوندي پاکستان سره فرضي کرښې ته نږدې پرته ده، چې د پکتیا تر څنګ د هیواد له نورو لرې پرتو ولایتونو هم ګڼ خلک د تفریح لپاره ورځي.

نن د کوچني اختر لپاره د وسله والو طالبانو او افغان حکومت له لوري، د پیل شوي اختریز اوربند وروستی ورځ دی، د خلکو په بارو که وسله وال طالبان بیا هم په جګړې ټینګار کوي، نو د سولې روانې هڅې به له خنډ او ځنډ سره مخ شي.