پکتیا

د پکتیا زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې زورورې جګړې؛ ۳ زره کورنۍ بې ځایه شوي

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ له تېرو دریو اونیو راهیسې د سختو جګړو له وېرې مرکز ګردېز او پکتیکا ولایت ته شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوې دي، چې هلته له ګڼو اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د دې بېځایه شویو کورنیو لپاره د مرستو په خاطر د پکتیا ولایت مدني فعالانو نن په مرکز ګردېز کې د خبري ناستې پر مهال له مرکزي او ولایتي مسوولینو غوښتنه وکړه، چې دې خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

مدني فعالان وايي، که د زرمت او روحاني بابا له بېخایه شویو سره په وخت د خوارکي او سرپنا برخه کې همکاري ونه شي، نو دا خلک له به ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شي.

پکتیا کې د لویې پکتیا د فرهنګي ټولنې مشر سیدجمال الدین اصف خېل په ولایتي او امنیتي ادارو نیوکه کوي، چې په زرمت کې یې له وړاندې د پیل شوې جګړې په کابو کولو کې بېغوري کړې ده.

مدني فعالان وايي، که د زرمت او روحاني بابا له بېخایه شویو سره په وخت د خوارکي او سرپنا برخه کې همکاري ونه شي، نو دا خلک له به ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شي.

نوموړی زیاتوي، چې په سیمه کې افغان ځواکونو ته په وخت د اکمالانو او هوايي ملاتړ ونه کړ، نو ځکه هلته ګڼ سرتیري وسله والو طالبانو ته تسلیم شول.

اصف خېل وویل: «په زرمت کې سختې جګړې روانې دي، مونږ هره ورځ د دې شاهدان یو، چې لسګونه کورنۍ له زرمت او روحاني بابا ولسوالیو راکډه کیږي او د ګردېز تر څنګ مرکز ښرنې ته هم پناه وړي، د دې وضعیت په رامنځته کولو کې ولایتي او امنیتي ادارې بېغوري کړې، ځکه که دوی په وخت اقدام کړی وای، نو اوس به زرمتیان له داسې ستونزو سره نه مخ کېدل.»

د خبري ناستې یو بل ګډون وال ذهیر انګار وویل، چې لاهم هلته لسګونه کورنۍ بندې پاتې او ګڼو ناروغانو په کورونو کې د روغتیايي مرکزونو او لارو تړل کېدو له امله ساه وکړې ده.

هغه دا وضعیت زیات اندېښمنوونکی بولي او په اړونده ادارو غږ کوي، چې په جګړو کې له ایسارو کورنیو سره مرستې وکړي.

انګار داسې وايي: «زرمت او روحاني بابا د پکتیا هغه ولسوالي دي، چې اوسېدونکي یې د اور په لمبو کې سوځي، لارې پرې تړل شوې، روغتیايي مرکزونه ورباندې تړل شوي او مونږ داسې مالومات هم ترلاسه کړي، چې هلته ګڼو ناروغانو د کرونا له امله په کورو کې ساه ورکړې ده، وضعیت بیخي خراب دی او هیله مو دا ده، چې نور ولایتي چارواکي په دې کې بېغوري ونه کړي.»

د خبري ناستې یو بل ګډون وال ذهیر انګار وویل، چې لاهم هلته لسګونه کورنۍ بندې پاتې او ګڼو ناروغانو په کورونو کې د روغتیايي مرکزونو او لارو تړل کېدو له امله ساه وکړې ده.

مدني فعال اجمل مسعودزی بیا وايي، حکومت او اړونده مسولې ادارې تر اوسه په دې نه دي توانېدلې، چې رابېځایه شویو کورنیو ته دلته په مرکز ګردېز کې د سرپناه زمینه برابره کړي، نوموړی اندېښنه څرګندوي، که په دې برخه کې ولایتي مسوولین لاس په کار نه شي، نو په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې به لوی ناروین رامنځته شي.

هغه زیاته کړه: «دلته مونږ په مرکز ګردېز کې وینو، چې د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو راکډه شوي خلک په کرایه کورونو پسې ګرځي، خو دوی ته دولت له وړاندې داسې چمتوالی نه دی نیولی، چې په یو ځانکړي ځای کې پناه واخلي او هلته یې ښځې او ماشومان خوندي ژوند ولري، زمونږ تشویش همدا دی، که بند پاتې خلکو ته لومړنۍ مرستې ونه رسیږي، نو په سیمه کې به لوی ناورین رامنځته شي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د کډوالو او بیرته راستندېدونکو چارو رییس عبیدالله مرهوني هم د خلکو ستونزې مني، نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د جګړو له امله له زرمت او روحاني بابا ولسوالیو څخه رابېځایه شویو کورنیو ته پوره چمتوالی لري او په خبره یې چې د دې لپاره یې له همکارو موسسو سره هم خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د روانو جګړو له امله له ۲۰۰۰ ډېرې کورنۍ بېځایه شوې، خو د هغه په خبره چې لاهم ګڼې کورنۍ په سیمه کې د لارو تړل کېدو او ماینونو له وېرې بندې پاتې دي.

مرهونې وايي: «مونږ له وړاندې هغو بېخایه شویو کورنیو ته چمتوالی نیولی، چې له زرمت او روحاني بابا ولسوالیو څخه راکډه شوې او یا هم د رابېځایه کېدو په حال کې دي، نو د دې مرستو لپاره مو له اړونده همکارو موسسو سره هم ناستې کړې، تر څو هغوی هم دې خلکو ته خوراکي او نور مواد برابر کړي، مو مشکل دا دی، چې په سیمه کې لاهم کورنۍ بندې پاتې او مونږ دې ته منتظر یو، چې هغه هم راشي او په بېړنۍ توګه ورسره مرسته وکړو.»

د پکتیا ولایت د کډوالو او بیرته راستندېدونکو چارو رییس عبیدالله مرهوني وایي، اوسمهال د روانو جګړو له امله له ۲۰۰۰ ډېرې کورنۍ بېځایه شوې، خو د هغه په خبره چې لاهم ګڼې کورنۍ په سیمه کې د لارو تړل کېدو او ماینونو له وېرې بندې پاتې دي.

عبیدالله مرهوني همدا راز وویل، چې دوی د راکډه شویو کورنیو سروې پیل کړې او په نږدې وخت کې به یې ستونزو ته رسیده ګي وشي او اړونده خوراکي او نور توکي به ورکړل شي.

هغه وايي: «زمونږ د سروې ټیمونه لګیا دي، تر څو مالومه کړي، چې څومره کورنۍ اوس مهال ګردېز ته رابېځایه شوې دي او د پاتې نورو لپاره هم منتظر یو، واقعیت دی، چې ځايي خلک له ستونزو سره مخ دي، د ځای نشتوالی هم بله لویه ننګونه ده، خو تر اوسه چې مونږ کوم مالومات تر لاسه کړي، لاهم په زرمت کې ګڼې کورنۍ بندې پاتې دي.»

په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د جګړو له امله نه یوازې ځايي خلک له ستونزو سره مخ دي، بلکې له پکتیا سره د پکتیکا او غزني ولایتونو لویه لاره هم د خلکو د تګ او راتګ په مخ تړل شوې، چې د یادو ولایتونو اوسېدونکي هم له ورته مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي، د پکتیا والي تېره ورځ اطلاعات روز ته ویلي و، چې دوی د لارې خلاصون لپاره لاس په کار شوي او نږدې وخت کې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې لاره بیرته د افغان ځواکونو له خوا خلاصه شي.