اطلاعات روز: د لغمان والي رحمت الله یارمل وایي، د دې ولایت ښاروالۍ کې یې ۱۴ تنه کارکوونکي د فساد مخنیوي په موخه ګوښه کړل.
د لغمان والي رحمت الله یارمل نن (سه شنبه ۲۵ د غبرګولي) پر خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي، چې نن یې د لغمان د ښاروالۍ ۱۴ تنه مامورین له دندو ګوښه کړي او د ګوښه شویو مامورینو بستونه به په نیږدې راتلونکې کې اعلان ته وسپارل شي.
ښاغلي یارمل زیاته کړې، چې له یاد کاره یې موخه د فساد مخنیوی او په دولتي ادارو کې د مافیایي کړیو د ځینو ګمارل شویو کسانو ګوښه کول دي.
رحمت الله یارمل زیاته کړې: «دمهترلام ښاروالۍ څوارلس کسه مامورین له دندو ليري او بستونه یې اعلان ته وسپارل شول، دې سره به ښاروالۍ کي د کلونو انحصار مات او نور تکړه لغماني ځوانان به د ازاد رقابت له لاري یادو بستونو کي وټاکل شي.»
له دې وړاندې هم لغمان کې یو شمیر کسان له دندو د ناوړه ګټې اخیستنې په تور له دندو ګوښه شوي وو.