په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د طالبانو د لاسوهنو او محدودیتونو له امله د هېواد په لوېدیځ کې خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی له ستونزو سره مخ شوی دی.
د اوچا د بشري مرستو د وضعیت په اړه په راپور کې، چې نن (شنبه، د عقرب ۲مه) خپور شوی، راغلي چې د هغو مرستندویه بنسټونو شاوخوا ۹۰ سلنه چې د سپټمبر په میاشت کې یې په یوه سروې کې ګډون کړی و، د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې خدمتونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي په برخه کې د ستونزو راپور ورکړی دی.
د اوچا په وینا، د طالبانو هغه نوي محدودیتونه چې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې پلي شوي، د ارزول شویو ۱۳۹ پروژو له ډلې د ۲۶ پروژو د تړل کېدو، ځنډېدو، د فعالیتونو د محدودېدو یا د کار د پیل د مخنیوي لامل شوي دي. دا شمېر د ټولو ارزول شویو پروژو ۱۹ سلنه جوړوي.
د اوچا په راپور کې راغلي چې د بشري مرستو ته د لاسرسي اړوند نږدې نیمایي پېښې د افغانستان له لوېدیځې سیمې راپور شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې خنډونه لا هم تر ډېره د لاسوهنو او په بشري عملیاتو کې د ښځو پر ګډون د محدودیتونو تر اغېز لاندې دي.
د دغه راپور له مخې، بشري مرستندویه شریکانو د سپټمبر په میاشت کې په ټول افغانستان کې د مرستو ته د لاسرسي اړوند ټولې ۳۰ پېښې ثبت کړې دي، چې د اګست میاشتې په پرتله ۲۷ سلنه کموالی ښيي. خو د اوچا په وینا، د راپور شویو پېښو د شمېر کمېدل حتماً د بشري مرستو ته د لاسرسي د وضعیت د ښه کېدو په مانا نه دي؛ ځکه د ځینو پېښو نه راپورول لا هم یوه ننګونه ده.
د اوچا په وینا، له ثبت شویو ۳۰ پېښو څخه ۱۸ یې د بشري مرستو د فعالیتونو په پلي کولو کې د لاسوهنې اړوند وې، چې لا هم د مرستو ته د لاسرسي پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ ګڼل کېږي.
اوچا زیاته کړې چې په نورو پېښو کې د فزیکي چاپېریال، نښتو او پوځي عملیاتو، د بشري مرستو پر کارکوونکو د تاوتریخوالي او د هغوی د نیولو، د هوکړهلیکونو د لاسلیک د ځنډولو او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو مخنیوي اړوند موارد شامل دي.
د دغه دفتر په وینا، د مرستو رسولو په بهیر کې د پېښو جغرافیایي وېش متوازن نه دی او تر ټولو ډېرې پېښې د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې ثبت شوې دي. په دې سیمه کې ۱۴ پېښې راپور شوې، چې د ټول هېواد د پېښو ۴۷ سلنه جوړوي.
له دې وروسته مرکزي سیمه راځي، چې شپږ پېښې، یا ۲۰ سلنه، پکې ثبت شوې دي. په ختیځه او جنوبي سیمه کې هره یوه درې پېښې او په سوېل ختیځه او شمالي سیمه کې هره یوه دوه پېښې ثبت شوې دي.
اوچا ویلي چې په لوېدیځه سیمه کې د مرستو ته د لاسرسي د وضعیت خرابوالی د واکمنو چارواکو د لاسوهنو، په ځانګړې توګه د جنسیت اړوند محدودیتونو، له امله دی. په دغو لاسوهنو کې پر بشري مرستندویه بنسټونو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لیدنو زیاتوالی هم شامل دی. دغه لیدنې د پروژو د پلي کېدو ځایونه او د مرستندویه بنسټونو دفترونه رانغاړي او د هغوی پر فعالیتونو یې نور محدودیتونه هم لګولي دي.
طالبانو په دولتي او نادولتي بنسټونو، د ملګرو ملتونو په ګډون، کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو په وینا، دې بندیز د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی. ملګري ملتونه وایي چې ښځو او نجونو ته د لاسرسي لپاره د ښځینه مرستندویانو شتون اړین دی.
