په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي، د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې د خلکو ماناداره ګډون باید تضمین شي.
ښاغلي فایق نن (شنبه، د عقرب ۲مه) د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت او د دغه سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو د افغانستان د ۸۰مې کلیزې په درشل کې ویلي: «افغانستان په ملګرو ملتونو کې ونډه لرلې ده؛ لکه څنګه چې دغه سازمان د پرمختګ، بېځایه کېدو او شخړو پر مهال د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شوی دی.»
هغه زیاته کړې: «نن باید دا مشارکت له سره راژوندی او پیاوړی کړو؛ بشري مرستې روانې وساتو، د ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړو، د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د افغانانو ماناداره ګډون تضمین کړو او د یوه سولهییز او ټولشموله افغانستان د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړو؛ داسې افغانستان چې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن وي او له خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د دغه هېواد د برخلیک په ټاکلو کې د خلکو ګډون له منځه تللی دی. تر دې مخکې خلکو د ولسمشرۍ، ملي شورا او ولایتي شوراګانو د ټاکنو له لارې د هېواد په سیاسي برخلیک ټاکلو کې ونډه اخیسته.
په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې ملګرو ملتونو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، خو دغو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.
