سرچینو د دایکنډي ولایت د خدیر ولسوالۍ په کیان سیمه کې تایید کړې چې یو ځوان په مرموز ډول په ډزو وژل شوی دی.
یوې سرچینې د اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د دغه ځوان نوم حسن خدایي و او شاوخوا ۲۱ کلن و.
د سرچینې په وینا، حسن د خدیر ولسوالۍ د کیان په سیمه کې، خپل کور ته نږدې دوکان درلود او د شپې به یې په خپل دوکان کې خوب کاوه. سرچینې ویلي چې د جمعې د سهار شاوخوا ۳:۲۰ بجې (د عقرب لومړۍ نېټه) د ډزو غږ واورېدل شو. له هغې وروسته حسن خپلې مور ته زنګ وواهه او ورته یې وویل چې یو څه پېښه ورسره شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې کله د حسن د کورنۍ غړي دوکان ته ورسېدل، هغه نور د خبرو کولو توان نه درلود. د سرچینې په وینا، مرمۍ د حسن د ستوني لاندې لګېدلې وه.
د سرچینې په وینا، لا هم معلومه نه ده چې د دغه ځوان د وژنې عامل یا عاملان څوک دي. د هغه د کورنۍ غړي وایي چې له هېچا سره یې دښمني نه درلوده.
سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو امنیتي چارواکي پرون د څېړنو لپاره سیمې ته ورغلي وو، خو پلټنې یې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.
د حسن خدایي جسد پرون د کیان په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړي په وروستیو کلونو کې له ایرانه خپل کور ته راستون شوی و او په دوکاندارۍ او کرنه بوخت و.
