ننګرهار کې له ۱۶۰ ډېر نابینا او ناشنوا زده‌کوونکي بې‌زده‌کړو شوي


د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د نابیناوو او ناشنوایانو په ځانګړي ښوونځي کې د ټرانسپورټي اسانتیاوو نشتون او مالي ستونزو له امله له ۱۶۰ ډېر زده‌کوونکي، چې نجونې هم پکې شاملې دي، له زده‌کړو پاتې شوي دي.

د ښوونځي یوه مسوول اطلاعات روز ته ویلي، چې تر دې وړاندې په ښوونځي کې د ۶۰ نجونو په ګډون څه باندې ۲۰۰ زده‌کوونکو زده‌کړې کولې، خو په تېرو نږدې دوو کلونو کې د ټرانسپورټ د نشتون او د مرستندویه بنسټونو د مرستو د درېدو له امله د زده‌کوونکو شمېر کم شوی دی.

د نوموړي په وینا، پخوا به زده‌کوونکي له کورونو ښوونځي ته راوړل کېدل او بېرته خپلو کورونو ته رسول کېدل، خو اوس د دې اسانتیا د نشتون له امله ځینو کورنیو خپلو اولادونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړې. هغه زیاته کړې، که ټرانسپورټ برابر شي، یو شمېر کورنۍ چمتو دي چې خپل هلکان او نجونې بېرته ښوونځي ته ولېږي.

د ښوونځي مسوول ویلي، چې د لیک لوست ترڅنګ زده‌کوونکو ته حرفوي زده‌کړې هم ورکول کېدې، خو د مالي ستونزو له امله دا پروګرام هم درېدلی دی. نوموړي زیاته کړې، ښوونځی له کلونو راهیسې په یوه کرایي کور کې فعالیت کوي او کله ناکله د کرایې د ورکولو توان هم نه لري. هغه له خیریه بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د زده‌کوونکو کورنیو هم له مسوولانو غوښتي، چې د ټرانسپورټ او نورو اړینو اسانتیاوو په برابرولو سره د خپلو اولادونو د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې، د ننګرهار د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مفتي محمد فرید حقاني د ښوونځي ستونزې منلې او ویلي یې دي، چې د حل لپاره یې هڅې روانې دي. د هغه په وینا، پخوا ځینو مرستندویه بنسټونو له ورته ښوونځیو سره مرسته کوله، خو اوس دغه مرستې درېدلې دي.

حقاني زیاته کړې، هڅه کوي چې د ټرانسپورټ او نورو ستونزو د حل لپاره لاره پیدا کړي او په ولسوالیو کې هم د ناشنوایانو لپاره لنډمهاله ښوونیز ټولګي جوړ کړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په جلال‌اباد کې دغه ځانګړې لېسه د نابیناوو او ناشنوایانو لپاره یوازینی ځانګړی ښوونیز مرکز دی، چې له کلونو راهیسې پکې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د اشاروي ژبې او لیک لوست زده‌کړې ورکول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته