حامد کرزی هوایي ډګر

امنیت شورا د ناټو له خوا د حامد کرزي هوایي ډګر د مالي مرستې له ملاتړه هرکلی وکړ

اطلاعات روز: د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، پلازمېنه کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر په شمول به ټول هوایي ډګرونه له نړیوالو معیارونو سره فعال پاتې کیږي. دوی د حامد کرزي له هوایي ډګره د ناټو د مالي مرستې له ملاتړه هرکلی وکړ.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن (سه شنبه، ۲۵ د غبرګولي) په یو ویډیویي کلیپ کې وایي، پرون د ناټو په سرمشریزه کې د حامد کرزي هوایي ډګر په ګډون د نورو ډګرونو په ساتنې او فعاله ساتلو او دغه راز د نورو مهمو بنسټونو په ساتنې خبرې شوې دي.

ښاغلی اندړ وایي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه هم هغه چاره ده چې له دې وروسته به هم دوام ولري او په وینا یې چې له دوی سره په دې اړه هره لازمه مشوره کیږي.

رحمت الله اندړ وایي: «د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، له هېواده دباندې یې روزنه، دلته د غیرنظامي بهرنیو ځواکونو دوامداره حضور او د هوایي میدان په شمول د مهمو بنسټونو د امنیت په تامین کې د نړیوالې ټولنې مرسته هغه څه دي چې موږ ټول یې واضح یادولی شو.»

د حامد کرزي هوایي ډګر په شمول به ټول هوایي میدانونه له نړیوالو معیارونو سره فعال پاتې کیږي او موږ هغه انتخاب کوو چې ګټې یې ملموسې وي.

د ناټو مشرانو پرون هوکړه کړې چې له افغانستانه د ځواکونو تر وتلو وروسته هم د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې بودجه ولري.

دغه هوکړه «برسلز» کې د ناټو سرمشریزې پای اعلامیه کې شوې او ترکیې هم منلې، چې د ناټو ځواکونو تروتلو وروسته به هم د دغه هوايي ډګر امنیت ساتي.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان «ناټو» سرمنشي ینس سټولټنبرګ دوشنبه په بروکسل کې ټینګار وکړ چې د کابل هوایي ډګر امنیت نه یوازې افغانستان کې د ناټو ملکي ماموریت، بلکې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو لپاره هم مهم دی.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل سرمشریزه پر هغو لارو چارو وغږېده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د عملیاتو پر دوام ځان ډاډه کړي.

ترکیې ویلي که نړیواله ټولنه یې مالي او لوژستيک ملاتړ وکړي نو چمتو ده چې د کابل هوایي ډګر امنیت ساتلو مسوولیت ومني.

ترکیه دا مهال د ناټوپه چوکاټ کې پنځه سوه سرتېري افغانستان کې لري او که د دې هوايي ډګر امنیت ساتلو مسوولیت مني، ښايي لا نورو پوځیانو ته اړتیا ولري.

خو طالبانو ډلې یې غبرګون کې ویلي و، د دوحې تړون له مخې ترکي پوځیان هم باید له نورو بهرنیو پوځیانو سره یو ځای له افغانستانه ووځي او که داسې ونشي نو پایلې به یې ښې نه وي.