زرمت او روحاني بابا کې عملیات

زرمت او روحاني بابا کې د طالبانو ضد چاڼیز عملیات؛ «د طالب جنګیالیو مشري پنجابیان کوي»

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له سختو جګړو او د وسله والو طالبانو له خوا د امنیتي پوستو، سیمو او د لویو لارو تړل کېدو وروسته ۲۰۳ تندر قول اردو د همدې لارو خلاصون او په سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخه عملیات پیل کړي.

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو امنیتي مسوولین وايي، په دې عملیاتو کې یې د دولت مخالفې ډلې طالبانو ته درانه ځاني او مالي تلفات ور اړولي او اوس مهال د لارې خلاصون لپاره کار روان دی.

د تندر قول اردو قومندان تورن جنرال جلال الدین یفتلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د وسله والو طالبانو د پاک سازۍ په موخه افغان ځواکونه د مرکز اړوند په ابراهیم خېلو اړوند سپین جومات سیمه کې مخ ته روان دي او د طالبانو له لوري خښ کړای شوي ماینونه خنثی کوي.

نوموړی وايي: «مونږ له تېرې ورځې راهیسې د مخالفینو د ځپلو لپاره راوتلي یو، په دې عملیاتو کې زمونږ سرتیري د طالبانو د له منځه وړلو ترڅنګ په لاره کې ماینونه هم خنثی کوو او هغه کیندل شوې لارې چې د مخالفینو له خوا د عامو خلکو د تګ-راتګ په مخ تړل شوې دي، د هغوی په بیرته جوړونه کې لګیا یو، زمونږ عملیات تر دې دمه په بریالیتوب سره مخ ته روان دي.»

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو امنیتي مسوولین وايي، په دې عملیاتو کې یې د دولت مخالفې ډلې طالبانو ته درانه ځاني او مالي تلفات ور اړولي او اوس مهال د لارې خلاصون لپاره کار روان دی.

یفتلي زیاتوي، چې د دوی عملیات ځکه په احتیاطانه ډول روان دي، چې وسله وال طالبان د عامو خلکو له کورونو استفاده کوي او له هماغه ځایه په افغان ځواکونو بریدونو کوي.

د نوموړي په خبره چې په پیل شویو عملیاتو کې تر دې دمه د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۳۱ وسله والو طالبانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

قومندان یفتلي وویل: «مونږ تر اوسه په پیل شویو عملیاتو کې هیڅ مشکل نه لرو، خو یواځینی خنډ چې دی، هغه د مخالیفنو له خوا د ملکي خلکو له کورونو استفاده ده، چې له هماغه ځایه زمونږ په سرتېرو دوی ډزې کوي، نور هیڅ مشکل نه شته، مخالیفینو ته تر اوسه درانه تلفات اوښتي، کوم مالومات چې مونږ کړي، ۳۱ کسانو ته یې مرګ، ژوبله اوښتې او ځینې مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.»

د جګړو په دوام نه یوازې په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د طالبانو له خوا د افغان ځواکو خلاف جګړه دوام لري، بلکې د دې ډلې له خوا له تېرو دوو اونیو راهیسې له پکتیا سره د پکتیکا او غزني ولایتونو لویه لاره هم تړل شوې ده.

اطلاعات روز سره په خبرو کې د تندر قول اردو قومندان وویل، چې دوی به په نږدې ورځو کې یاده لاره له طالبانو پاک او د خلکو د تګ او راتګ په مخ به یې پرانیزي.

قومندان یفتلي همدا راز زیاته کړه، چې په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له وسله والو طالبانو سره پاکستاني اتباع هم د افغان ځواکونو خلاف جګړه کوي او د هغه په خبره چې په دې عملیاتو کې دوی ته ځینې اسناد هم په لاس ورغلي دي.

هغه داسې وویل: «ټولې لارې چې نور ولایتونو له پکتیا سره وصلوي، دا به خلاصیږي او مونږ به همداسې مخ ته ځو، تر څو دښمن په ګونډو شوی نه وي، بله مسله په جګړه له کې د پنجابیانو شتون دی، مونږ په دې عملیاتو کې په خپله ولیدل چې په اردو ژبه طالبانو ته د جګړې مخ ته وړلو په موخه لاښوونې کیږي، له وژل شویو پنجابیانو مونږ ځینې اسناد لاسته راوړي دي.»

قومندان یفتلي همدا راز زیاته کړه، چې په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له وسله والو طالبانو سره پاکستاني اتباع هم د افغان ځواکونو خلاف جګړه کوي او د هغه په خبره چې په دې عملیاتو کې دوی ته ځینې اسناد هم په لاس ورغلي دي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا د امنیه قومندانۍ لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قومندان سمونوال محمد ایمل نیازي د معرفت په لومړی ورځ وسله والو مخالفینو ته خبرداری ورکړ، که وسله په ځمکه کېنږدي، نو دوی چمتو دي، چې له نورو امنیتي ځواکونو سره یې په ګډه وځپي.

ښاغلي ایمل نیازي وویل: «زما د کار لومړیتوب له خپلو نورو امنیتي ځواکونو سره ښه همغږي، د پولیسو په لیکو کې اصلاحات او خلکو ته د ډاډمن امنیت راوستل دي، زه په مخالیفینو دا غږ کوم، چې که جګړه بس نه کړئ، نو مونږ زړور سرتیري دې ته چمتو دي، چې ستاسو په وړاندې جګړه وکړي او له منځه مو یوسي.»

د پکتیا ولایتي شورا او د دې ولایت ځینې اوسېدونکي د روانو جګړو د پراخېدو لامل د امنیتي ادارو بېغوري په ګوته کوي، د شورا رییس عبدالمالک ځاځي وویل، که په زرمت، روحاني بابا، میرزکه، احمدخېل او احمدابا ولسوالیو کې له وړاندې د طالبانو خلاف عملیات شوي وای، نو جګړه به د ښار څنډو ته نه رارسېده.

هغه له تندر قول اردو او د امنیه قومندانۍ لپاره له نوي ټاکل شوي امنیه قومندان غوښتنه وکړه، چې د روان ناسم وضعیت د سمون لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي.

ښاغلي مالک په زرمت کې وسله والو طالبانو ته د پاڅون کوونکو زیات شمېر تسلیمېدل او هلته د تړل شویو لارو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او وویل، که یادو سرتېرو ته په وخت اکمالات شوي وای، نو هغو به نه و، مجبور شوي، چې وسله طالبانو ته ځمکه کېږدي.

ښاغلي مالک په زرمت کې وسله والو طالبانو ته د پاڅون کوونکو زیات شمېر تسلیمېدل او هلته د تړل شویو لارو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او وویل، که یادو سرتېرو ته په وخت اکمالات شوي وای، نو هغو به نه و، مجبور شوي، چې وسله طالبانو ته ځمکه کېږدي.

مالک وویل: «کومه سخته جګړه چې اوس په زرمت، روحاني بابا، میرزکه، احمدخېل او د احمدابا په مچلغو سیمه کې روانه ده، نو که د دې د کابو کولو لپاره له وړاندې اقدام شوی وای، نو اوس به طالبان دومره نه زړور کېدل چې جنګ د ښار داخل ته را ورسوي او که دا بېغوري نه وای شوې نو نن به ۴۰ پاڅون کوونکي طالبانو ته نه تسلیمېدل او لارې به نه تړل کېدې.»

په پکتیا کې د سختو جګړو له امله دواړو غاړو ته د درنو تلفاتو ترڅنګ د ځايي خلکو په خبره وسله والو طالبانو په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې ګڼې سیمې هم نیولې او له تېرو دوو اونیو راهیسې په سیمه کې د ولایتونو ترمنځ لویې لارې هم د یادې ډلې له خوا تړل شوې او ماینونه یې ځای په ځای کړي دي.

د دې جګړو له امله له زرمت او روحاني بابا ولسوالیو سلګونه کورنۍ هم بېځایه شوې دي.