سیمه ییز ارګانونه

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره: والیان یوازې ملکي چارې پر مخ وړي

اطلاعات روز: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي، والیانو ته د دې ادارې له خوا له استول شوي مکتوبه ناسم پوهاوی شوی او زیاتوي چې له والیانو نظامي واکونه نه دي اخیستل شوي.

د دې ادارې ویاندې نرګس مومند نن (پنج شنبه، ۲۷ د غبرګولي) پر خپل یو لړ ټوېټونو کې لیکلي، له والیانو نظامي صلاحیتونه نه دي اخیستل شوي، بلکې والیان د ولایت اړوند چارې او د قول اردوګانو قوماندانان د زون په کچه نظامي چارې ترسره کوي.

اغلې مومند ویلي، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له خوا والیانو ته لیږل شوی مکتوب د والیانو او زون په کچه د قول اردوګانو قوماندانانو سره د غوره همغږۍ او همکارۍ په خاطر لیږل شوی.

نرګس مومند لیکلي: «پر ټولنیزو او نورو رسنیو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا والیانو ته د چارو د ښه انسجام او همغږۍ په اړه له استول شوي مکتوب څخه ناسم پوهاوی شوی او حقیقت سره هیڅ تړاو نه لري.»

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاندې په دوام کې لیکلي، چې د زونونو د تقسیم بندۍ له مخې د ولایتونو وېش توپیر لري، ځینې زونونه لکه مرکز زون درې ولایتونه لري او ځیني زونونه له دې زیات، نو پر همدې بنسټ والیان د خپل ولایت اړوند ملکي چاري ترسره کوي او د زونونو د قول اردوګانو قوماندانان د زون په کچه نظامي چارې سمبالوي.