خوست ناکامورا څلورلارې

د خوست ولایت اوسېدونکي: د ناکامورا څلورلارې د جوړېدو چارې په خراب کیفیت روانې دي

خبریال: حبیب الله سراب

په خوست کې ځايي خلک نیوکه کوي، چې په مرکز کې د ناکامورا په نوم د جوړېدونکي سړک او څلور لارې چارې نیمګړې او ترسره شوي کارونه یې هم په ډېر خراب کیفیت دوام لري.

په همدې څلور لارې باندې شاخوا یو کال وړاندې د جوړېدو چارې پیل شوې، د خوست ښاروالۍ ریاست پلان لري، چې په همدې جوړېدونکې څلور لارې کې يو منار، ځمکتل (زېرزمیني) او شاوخوا یې دوکانونه جوړ کړي، خو اوس د خوست ښار اوسېدونکي نیوکه کوي، چې د کار په تېرېدو سره یې لاهم چارې نیمګړې دي او یوازې یې د دې لپاره سړکونه جوړ کړي او په خبره یې چې د هغوی کیفیت هم  معیاري نه دی.

د خوست ولایت اوسېدونکی حسیب الله الهام وايي، د دې څلور لارې لپاره ښاریانو ډېرې هیلې درلودې، چې دا به په ښه کیفیت او معیاري ډول جوړیږي، خو د نوموړي په وینا چې د دې څلورې د کار پیل په لومړیو کې ژمنه شوې وه، چې ټول کارونه به یې په ښه کیفیت او معیاري ډول ترسره کیږي.

حسیب الله وايي: «مونږ چې کله د دې څلور لارې چې د ناکامورا په نوم نومول شوې، د کار پیل په لومړیو کې هیله درلوده، چې د دې کارونه به په ښه ډول ترسره شي، خو وروسته د نه پاملرنې له امله روانې چارې او هم یې ترسره شوي کارونه په خراب کیفیت دي، چې په دې کې اړونده ادارو بېغوري کړې ده.»

د خوست ولایت اوسېدونکی حسیب الله الهام وايي، د دې څلور لارې لپاره ښاریانو ډېرې هیلې درلودې، چې دا به په ښه کیفیت او معیاري ډول جوړیږي، خو د نوموړي په وینا چې د دې څلورې د کار پیل په لومړیو کې ژمنه شوې وه، چې ټول کارونه به یې په ښه کیفیت او معیاري ډول ترسره کیږي.

جان محمد د خوست ښار بل هغه اوسېدونکی دی، چې د ناکامورا د څلور لارې په روانو چارو نیوکه لري. نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دې څلور لارې کارونه له نقشې او ټاکل شویو اصولو سره سمې نه دي ترسره شوي، کوم چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ډیزاین ښودل شوی و.

نوموړي وویل: «د ناکامورا د څلور لارې دغه کارونه چې مونږ اوس وینو، لس سلنه هم نه دي ترسره شوي او کومه نقشه او ډیزاین چې وړاندې شوی و، په هغه اصولو هم نه دي روان، نو زمونږ غوښتنه دا ده، چې د دې مهمې پروژې کارونه باید په ښه ډول ترسره شي او کیفیت ته یې باید جدي پام وشي.»

نوموړی زیاتوي، چې که د دې څلور لارې لپاره ځانګړې شوې بودیجه په خپل وخت او سم ډول ولګول شي، نو په دې کې به منار، زېرزمیني او شاوخوا دوکانونه هم په خپل وخت او ښه ډول جوړ شي.

جان محمد داسې وايي: «مونږ نه پوهېږو، چې د دې کارونه ولې ښاروالۍ ځنډوي، دوه لاملونه به وي، اول یا به فساد ته زمینه برابروي او هم له قصده نه غواړي، چې دلته دې په ښه ډول همدا پروژه پلې شي، نو زمونږ غوښتنه دا ده، چې له نور ځنډ پرته باید د دې څلور لارې پاتې چارې هم ژر سرته ورسیږي.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی او مدني فعال محمد عارف د ناکامورا څلورلارې په اړه اطلاعات روز ته وویل، چې د دې پروژې لوی خنډ خپله ښاروالي ده، چې په یوه او بله بهانه یې د جوړېدو چارې ځنډوي، نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د دې څلور لارې لپاره نه منار جوړ شوی او نه هم پکې زېرزمیني، هغه وايي، په دې سیمه کې د خلکو جوړ دوکانونه د دې پروژې لپاره ونړول شول، خو بیا هم ورباندې کار نیمګړی ترسره شو.

عارف وویل: «دلته په همدې سیمه کې د خلکو زیات دوکانونه جوړ شوي و او همدې خلکو ورباندې په لکونو افغانۍ مصارف کړي و، خو ښاروالۍ راغله، ټول یې ونړول او د څلور لارې په نوم یې ورباندې کار پیل کړ، دا دی اوس کال پوره کیږي، چې د دې څلور لارې د جوړېدو چارې نه دي بشپړې شوې او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی او مدني فعال محمد عارف د ناکامورا څلورلارې په اړه اطلاعات روز ته وویل، چې د دې پروژې لوی خنډ خپله ښاروالي ده، چې په یوه او بله بهانه یې د جوړېدو چارې ځنډوي.

د خوست ولایت یو تن هټۍ وال رومان تڼی چې په دې سیمه کې یې د خوراکي توکو دوکان درلود، اطلاعات روز ته په خبرو کې په ښاروالي زیاست نیوکه وکړه، چې دوی باید په ډېرې بېړۍ دوکانونه ونړول شول، خو د میاشتو په تېرېدو د هغه په خبره چې لاهم دلته د کومې څلور لارې د جوړېدو چارې نه دي بشپړې شوې او یوازې یې شاوخوا هټۍ نړولې دي.

نوموړي په دې اړه داسې وویل: «ستونزه ټوله په ښاروالۍ ریاست کې ده، مونږ ته یې تېر کال درې ورځې وخت راکړ، چې دوکانونه باید خالي او ونړوو، خو مونږ هم له کوم جنجال پرته ورسره ومنله او خپلې هټۍ مو ړنګې کړې، وروسته مو چې کتل د څو ورځو لپاره دلته ماشینونو کار کاوه، خو له هغه څو وروځې یې بیا کارونه بیخي په نشت حساب شول، چې اوس هم داسې دوام لري.»

په همدې حال کې بیا د خوست ښاروالۍ ریاست مسوولین هم په دې پروژه کې ځینې ستونزې مني، خو وايي، د دې څلور لارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي او د دوی په وینا چې سږ کال به یې چارې بشپړې شي.

د خوست ښاروالۍ ویاند بهار سمسور وايي، د ناکامورا څلور لارې په وړاندې پراته خنډونه له منځه وړل شوي او په خبره یې چې د بودیجې د کمښت له امله به په پخواني ډیزاین بشپړ شي.

نوموړي په دې اړه وویل: «مونږ د دې پروژې لپاره هغه ستونزې چې پخوا موجودې وې او زمونږ د کار مخه یې نیولې وه، دا مو اوس حل کړې د څلور لارې ۹۰ سلنه چارې هم بشپړې شوې دي، په پروژه کې هیڅ تغیر نه دی راغلی، دا پروژه به په هماغه ډیزاین ترسره کیږي، چې سړکونه، منار، زېرزمیني او شاوخوا دوکانونه به په کې شامل وي.»

سمسور د خلکو دا ادعا چې د پروژې روانې چارې سستې او په خراب کیفیت ترسره شوې، په کله ردوي او وايي، له دې پروژې د ښاروالۍ ریاست له لوري وخت نا وخت څارنه کیږي.

نوموړی ډاډ ورکوي، چې د ناکامورا په نوم نومول شوې پروژه به د خوست له مهمو پروژو وي، چې چارې به یې په ښه ډول ترسره شي.

ښاغلي سمسور داسې وویل: «نو خلک به د پروژې له کیفیت څنګه پوی شي، دوی خو نه انجینران دي او نه هم د پروژې له اصولو خبر دي، زه دا ډاډ ورکوم، چې پیل شوې پروژه به په ښه ډول د ولایت په کچه ترسره شي.»

په ټوله کې خلک په رغنیزو پروژو نیوکه کوي، چې د ولایتي مسوولینو د نه پاملرنې او په دې پروژو کې د پراخه فساد له امله یې چارې په خراب کیفیت ترسره کیږي.

څه موده وړاندې د خوست پخوانۍ ښاروال روښان نوید د ناکامورا څلور لارې د ډیزاین نقشه په سوشیل میډیا خپره کړه، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوه، خو اوس د ښاروالۍ مطبوعاتي مسوولین وايي، د دې پروژې ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې، خو د خلکو په خبره چې له هماغه ډیزاین سره هیڅ مطابقت نه لري.

په ټوله کې خلک په رغنیزو پروژو نیوکه کوي، چې د ولایتي مسوولینو د نه پاملرنې او په دې پروژو کې د پراخه فساد له امله یې چارې په خراب کیفیت ترسره کیږي.