پکتیا

پکتیا کې قومي مشران: کلابندو سرتېرو سره دې هوايي مرسته وشي

اطلاعات روز: په پکتیا کې د جګړو شدت او د وسله والو طالبانو له خوا د سیمو او ولسوالیو نیول کېدو د پکتیا اوسېدونکي او قومي مشران اندېښمن کړي دي.

په همدې موخه نن (یکشنبه، ۳۰ د غبرګولي) په مرکز ګردېز کې لسګونه قومي مشرانو د خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د مرکزي ادارې نه پاملرنې او د امنیتي رهبرۍ کمزوري د دې لامل شوې، چې افغان ځواکونه له مقاومت پرته وسله والو طالبانو ته پوستې او ولسوالۍ خوشي کوي.

قومي مشران وايي، په وخت د افغان ځواکونو نه حمایه کول هم د دې لامل شوی، چې هغوی طالبانو ته وسلې پر ځمکه کیږي.

د خبري ناستې یو تن ګډون وال او د میرزکې ولسوالۍ اوسېدونکی امین جان منګل وویل، که وړمه شپه په میرزکې ولسوالۍ کې له میشتو افغان سرتېرو سره هوايي ملاتړ شوی وای، نو کولی شول، چې له ولسوالۍ څخه یې دفاع کړې وه، هغه په دې برخه کې د مرکزي ادارې بېغورۍ د دې ټولو مسایلو لامل بولي.

نوموړي وویل: «ستونزو زمونږ په سرتېرو کې نه ده او نه هم زمونږ سرتیري کمزوري دي، خو مشکل دا دی، چې کله په هغوی جنګ خښ شي، نو دوی ورته په وخت هوايي ملاتړ نه کوي، زمونږ غوښتنه له اړونده چارواکو دا ده، چې خپل سرتیري په هوايي او ځمکني ځواک حمایه کړئ.»

قومي مشران وايي، په وخت د افغان ځواکونو نه حمایه کول هم د دې لامل شوی، چې هغوی طالبانو ته وسلې پر ځمکه کیږي.

قومي مشر جان محمد ځاځي هم د سیمو او ولسوالیو په له لاسه ورکولو اندېښنه څرګنده کړه او وویل، چې اوس مهال د پکتیا په ګڼو سیمو کې افغان ځواکونه د خوراکي توکو او وسلو له کمښت سره مخ دي، خو اړونه ادارې یې په وخت ملاتړ او حمایه نه کوي.

هغه وايي، که ځواکونو ته په وخت سره اکمالات ونه شي، نو تر لوړ تهدید لاندې ولسوالۍ به هم افغان ځواکونه له لاسه ورکړي.

ځاځي په دې اړه وویل: «بېګاه شپه په لجه، احمدخېلو او ځاځي اریوب کې جګړه روانه وه، خو له سیمې چې کوم مالومات مونږ کړي، هیڅ هوايي ځواک یې ملاتړ نه دی کړی، نو چې هوايي ځواک نه وي، زما هلته سرتېری به په یو توپک څه وکړي او څنګه به د طالبانو د عصري وسلو سره مقابله وکړي، هلته زمونږ سرتیري په پوره مېړانې جګړه کوي او له خپلو خلکو دفاع کوي، خو مسوولین ورسره لوی خیانت کوي.»

د زرمت ولسوالۍ قومي مشر اول ګل روحاني بیا وايي، د روانو جګړو له امله نه یوازې وسله والو طالبان او افغان ځواکونه تلفات ورکوي، بلکې د سیمې ځايي خلک هم د دې جګړو له امله له مالي او ځاني زیان سره مخ دي.

روحاني زیاته کړه، چې اوس مهال له زرمت او روحاني بابا ولسوالیو لسګونه کډې مرکز ګردېز او روحاني بابا ولسوالیو ته بېځایه شوې دي.

ښاغلي روحاني داسې وویل: «جګړه د هیڅ لوري په خیر نه ده، طالب، سرتیری او ملکي وګړی دا ټول ترې زیانمن دي، په همدې جګړو کې وژل کیږي، ټپي کیږي او یا هم له نورو مالي تلفاتو سره مخ کیږي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې نوره باید جګړه بس شي، نور باید د زرمت او روحاني بابا خلک له کورونو بېځایه نه شي.»

د زرمت ولسوالۍ قومي مشر اول ګل روحاني بیا وايي، د روانو جګړو له امله نه یوازې وسله والو طالبان او افغان ځواکونه تلفات ورکوي، بلکې د سیمې ځايي خلک هم د دې جګړو له امله له مالي او ځاني زیان سره مخ دي.

اوس مهال له مرکز ګردېز سره د پکتیا ولایت د ۱۱ ولسوالیو لویې لارې د جګړو له امله تړل شوې، چې د سیمې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، د لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي تواب خان وايي، هغه ولسوالۍ چې په خلکو یې لارې بندې دي، ګڼو ناروغانو په کورونو کې خپل ژوند له لاسه وکړی دی، نوموړي زیاته کړه، چې د ګردېز-پټان لاره هم له تېرې یوې هفتې راهیسې د خلکو تګ- راتګ په مخ تړل شوې ده.

تواب وايي: «زه په مرکزي ادارې غږ کوم، چې زمونږ د مظلومو پکتیا والو غږ باید واورېدل شي، دلته خلک په بې رحمانه ډول وژل کیږي، د ولسوالیو لارې ورباندې تړل شوې او خلکو ته په کورونو کې ناروغان پراته دي، چارواکي زمونږ غږ ولې نه اوري، که مونږ خپل افغانان بولي، نو تړلې لارې باید راته خلاصې کړي، له بېځایه شویو سره باید مرستې وکړي.»

د پکتیا اوسېدونکي په داسې حال کې د امنیتي ستونزو په ډېرېدو اندېښنه څرګندوي، چې د دې ولایت په ګڼو ولسوالیو کې اوس مهال جګړه روانه ده او ځايي خلک د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوې دي، وړمه شپه د وسله والو طالبانو له خوا د میرزکې ولسوالۍ ونیول شوه، د سیمې خلک وايي، که یې د بیرته نیولو لپاره اقدام ونه شي، نو  لجې منګل او احمدخېل به هم ډېر ژر د طالبانو لاسته ولویږي.