ننګرهار

جلال اباد ښار کې ناپیژنده وسله والو یوه ښځینه پولیسه وژلې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژنده وسله والو یوه ښځینه پولیسه وژلې ده.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ته یاده پېښه تایید کړه او ویې چې نن (یکشنبه، ۳۰ د غبرګولي) ماسپښین شاخوا درې نیمې بجې د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند کابل هډې سیمه کې ناپیژنده وسله والو د سرحدي لوا یوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې او عاملین یې له سیمې تښتیدلي دي.

د فرید خان په خبره وژل شوې پولیسه د سرحدي لوا اړوند ده.

فرید خان زیاته کړه: «نن ماسپښین درې نیمې بجې درېیمه ناحیه کې د کابل هډې ته څیرمه یوه ښځینه پولیسه د ناڅرګنده وسله والو له لوري ویشتل شوې او وژل شوې ده او عاملین یې له سیمې په تیښته بریالي شوي دي، خو پولیس یې د نیولو هڅه کې دي.»

د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې هم د همدې ناحیې په مربوطاتو کې د بصیرې په نوم یوه ښځینه پولیسه وژل شوې وه.

په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنې یو ځل بیا زیاتې شوي، چې ولس ورته اندېښمن دی او له چارواکو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.