عثمان کاکړ

پښتون سیاستوال عثمان کاکړ د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

اطلاعات روز: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخوانی سناتور عثمان خان کاکړ د پاکستان کراچۍ په یوه روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن داوړ نن (دوشنبه، ۳۱ د غبرګولي) پر خپلې فیسبوکپاڼې د هغه د مړینې خبر خپور کړی او د نوموړي مړینه یې د لر او بر افغانانو لپاره ستره ضایع یاده کړې ده.

ښاغلي داوړ لیکلي: «دا یو تریخ حقیقت دی چې زموږ ګران عثمان کاکړ نور زموږ سره نه شته. د نوموړي مړينه نه ډکېدونکې تشه رامنځته کړه، د کاکړ صاحب مړینه د ټول لر او بر افغان له پاره ستره ضایعه ده. څېښتن تعالَی دې پر پښتنه خاوره هغه سوله او ثبات ژر راولي چې عثمان خان کاکړ یې د راوستو په موخه ټول ژوند مبارزه وکړه او دا مقدس ارمان یې له ځانه سره ګور ته یووړ.»

ویل کیږي، چې د کوزې پښتونخوا دغه وتلی پښتون سیاستوال څو ورځې وړاندې په کور کې راوغورځېده او سر یې ژور ټپي شو. نوموړی له همدې څو ورځو په ناوړه حالت کې روغتون کې بستر و، چې نن یې ساه ورکړه.

 د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو سیاستوال د کراچۍ په همدې روغتون چې ښاغلي کاکړ په کې ساه ورکړه، د هغه له مرګ وروسته خبرو کې ادعا وکړه چې پر عثمان کاکړ خپل کور کې برید شوی و.