مخابراتي پایه

طالبانو پکتیا او پکتیکا کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه ځنډولي

د تروې او وړممۍ ولسوالیو اوسېدونکي له پاکستاني شبکو او سیمکارتونو ګټنه اخلي

خبریال: حبیب الله سراب

په سوېل ختیځ زون کې په کمزوري مخابراتي خدمتونو د خلکو نیوکې ډېرې شوې. په پکتیا او پکتیکا کې یې لامل امنیتي ستونزې بلل کیږي، خو په خوست کې بیا د مسوولینو په بېغورۍ نیوکه کیږي.

د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له تېرو دریو اونیو راهیسې مخابراتي خدمتونه په نشت حساب دي، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، د جګړو له شدت سره هم مهاله د مرکز په ګډون د دې ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې مخابراتي شبکې تړل شوي او فعالیت یې په ټپه درولی، چې له امله یې د ځايي اوسېدونکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي.

د پکتیا ولایت د زرمت او روحاني بابا سربېره په ختیځو ۹ احمدابا، سیدکرم، میرزکه، احمدخېل، لجه منګل، ځاځي اریوب، څمکني، ډنډپټان او جانیخېلو ولسوالیو کې هم له تېرو دریو اونیو راهیسې د مخابراتي شبکو فعالیت وځنډول شو او لامل یې هم امنیتي ستونزې بلل شوې دي.

پکتیکا هم د سویل ختیځ زون هغه ولایت دی، چې د ۲۲ ولسوالیو په درلودلو سره یې په ګڼو ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونو ته خلک په ستونزمن ډول لاسرسی پیدا کوي.

د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې له مرکز پرته په ټولو ولسوالیو کې د شپې له خوا شبکې تړل کیږي او خدامات یې نه وي.

پکتیکا هم د سویل ختیځ زون هغه ولایت دی، چې د ۲۲ ولسوالیو په درلودلو سره یې په ګڼو ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونو ته خلک په ستونزمن ډول لاسرسی پیدا کوي.

د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی چې مرکز ګردېز ته راغلی و، له اطلاعات روز سره یې په خبرو کې وویل، چې د دوی په سیمه کې له سلام مخابراتي شبکې پرته چې په وقفه يي ډول فعالیت کوي، نورې ټولې شبکې تړل شوې دي.

نوموړي وویل: «زمونږ ستونزه دا ده، چې له شلو ورځو راهیسې په سیمه کې له مخابراتي ستونزو سره مخ یو، سلام شبکه کله کار وکړي او کله بیا بیرته قطع شي، خو نورې ټولې بیا قطع شوې او هیڅ انتن نه ورکوي، ځکه زمونږ په سیمه کې جګړه روانه ده.»

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هم خلک له ورته ستونزو سره مخ دي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکی خان محمد وویل، چې په سیمه کې یې د ام ټي ان، سلام او اتصالات شبکې له دې وړاندې فعالیت کاوه، خو اوس د لارو تړل کېدو او امنیتي ستونزو له امله یې فعالیت درولی او خلک له مرکز ښرنې څخه په ډېره ستونزمنه توګه استفاده کوي او ورباندې خپل مشکلات حل کوي.

هغه وايي: «زمونږ د زرمت په هیڅ سیمه کې مخابراتي شبکې فعالیت نه کوي، له کله راهیسې چې طالبانو لارې تړلې دي، نو د شبکو فعالیت بیخي صفر شوی، پخوا د سلام شبکې ښه فعالیت درلود، خو اوس هغوی ته هم تېل ور خلاص شوي او کار نه کوي، مونږ د کوټو بامونو ته خېږو او له هغه ځایه د پکتیکا مرکز ښرنې څخه استفاده کوو، ځکه هلته چې کومې شبکې فعاله وي، نو دلته هم کم، کم کار کوي.»

د دې ستونزو په دوام مو د ځاځي اریوب ولسوالي له یو تن اوسېدونکي کامران ځاخي سره خبرې وکړې، نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې پخوا یې هم په سیمه کې مخابراتي خدمتونه کمزوري و، خو اوس په ټوله مانا خلک له دې خدمتونو محرومه دي او له هیچا سره اړیکه نه شي ټینګولی.

ځاځی وايي، د دې ستونزې له امله د سیمې خلک په تنګ شوي او په کارونو یې منفي اغېز کړی دی.

کامران ځاځي داسې وویل: «ولسوالۍ مو سقوط ده، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د مخابراتي شبکو په اړه مونږ پخوا هم غږ اوچت کړی، چې کمزورې دي، خو کله چې دلته جګړو زور واخیست، له هغې ورځې وروسته بیخي له مشکلاتو سره مخ شو، اوس له هیچا سره اړیکه نه شو، ټینګولی.»

د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی چې مرکز ګردېز ته راغلی و، له اطلاعات روز سره یې په خبرو کې وویل، چې د دوی په سیمه کې له سلام مخابراتي شبکې پرته چې په وقفه يي ډول فعالیت کوي، نورې ټولې شبکې تړل شوې دي.

که څه هم په مرکز ګردېز کې ځینې شبکې فعالیت لري، خو ام ټي ان بیا له تېرو دریو اونیو راهیسې په ټوله پکتیا کې خدمات په ټپه درولي دي.

په پکتیا کې د اترا ادارې مسوولین هم د خلکو ستونزې په ځای بولي او لامل یې امنیتي خنډونه په ګوته کوي، د دې ادارې ولایتي نماینده حضرت محمد وطن پال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د وسله والو طالبانو له خوا په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د درېدو امر شوی او په خبره یې چې دوی ته ویل شوی، چې فعالیت به نه کوي.

وطن پال همدا راز زیاته کړه، چې په دې اړه یې خپلې ستونزې له مرکزي ادارې سره شریکې کړې او هم یې له طالبانو سره خبرې کړې، تر څو تړل شوې شبکې او د هغوی فعالیت بیرته پیل کړي.

ښاغلي وطنپال وویل: «ستونزه جدي ده، دا مونږ هم منو، وسله والو مخالیفنو ټولو شخصي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې خپل فعالیت تر نامالوم وخت پورې وځنډوي، نو هغوی هم په ټولو ولسوالیو کې فعالیت ځنډولی او خلک له خداماتو بې برخې دي، رامنځته شوې ستونزه مونږ له خپلې مرکزي ادارې سره هم شریکه کړې ده او هم مو طالبانو ته ویلي، چې د خلکو مشکلاتو په نظر کې نیولو سره باید اجازه ورکړل شي، چې بیرته فعالیت شروع کړي.»

په پکتیا کې د اترا ادارې مسوولین وایي، د وسله والو طالبانو له خوا په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د درېدو امر شوی او په خبره یې چې دوی ته ویل شوی، چې فعالیت به نه کوي.

په همدې حال کې د پکتیا په ګاونډ پکتیکا ولایت کې هم ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، هلته هم وسله والو طالبانو د شخصي شرکتونو ته ویل شوي، چې د دوی تر اجازې پورې باید د شپې له خوا فعالیت ونه کړي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی نور علي ښرنوال اطلاعات روز ته وویل، زمونږ په ښرنه کې شبکې یو څه کار کوي، خو له ولسوالیو چې کوم خلک دلته راځي، نو هلته بیا ستونزې بیخي ډېرې دي او د شپې خو بیخي کار نه کوي.

زمونږ غوښتنه له مخابراتو وزارت څخه داده، که شخصي شرکتونه نشي کولی فعالیت وکړي، دولت دې هلته د سلام مخابراتي شبکې فعالې کړي.

هغه داسې وویل: «په ښرنه کې هم شبکې ډېرې کمزورې دي او کله چې مونږ له مسافرو سره اړیکه نیسو، نو سم کار نه کوي او بله مسله دا ده، چې د پکتیکا په ټولو ولسوالیو کې د شپې له خوا هیڅ کار نه کوي او ورته ویل شوي، چې خپل فعالیت به بندوئ، نو د پکتیکا زیاتره خلک په بهرنیو هیوادونو کې کاروبار لري، هغوی د شپې له خوا له خپلو کورنیو سره اړیکې نیسي، خو دلته یې ورباندې خدمات بند کړي.»

د سروضې ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله هم دا د خلکو د ژوند په وړاندې لویه ستونزه یادوي، ځکه نن سبا ټول کاروبار په انټرنېټ او ټلیفوني اړیکو په مخ روان دی، خو متاسفانه چې همدا خدامات په مونږ قطع شوي دي.

هغه اطلاعات روز ته وویل: «د پکتیکا زیاتره خلک له دې مشکل سره لاس او ګرېوان دي، ځکه مساپر یې د ورځې کار کوي او د شپې بیا ټول له خپلو کورنیو سره اړیکې نشي، د انټرنېټ ستونزه خو بیخي جدي ده او د عادي ارتباط لپاره هم له ستونزو سره مخ وي.»

ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په همدې ولایت کې بیا د دوو نورو ولسوالیو تروې او وړممۍ اوسېدونکي له پاکستاني شبکو او سیمکارتونو ګټنه کوي.

د تروې ولسوالۍ اوسېدونکی شمال خان وايي، د لارو تړل کېدو او شبکو نه شتون له امله دوی مجبور شوي، چې پاکستاني سیمکارتونه واخلي او له هماغو استفاده وکړي.

هغه وویل: «مونږ په سیمه کې له ګڼو مخابراتي ستونزو سره مخ یو، مشکل دا دی، چې دلته هیڅ کومه افغان شبکه نه دی موجوده، چې کار ترې واخلو، خو اوس د سیمې خلک له پاکستاني مخابراتو استفاده کوي، او هغه سیمکارتونه یې اخیستي دي.»

ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په همدې ولایت کې بیا د دوو نورو ولسوالیو تروې او وړممۍ اوسېدونکي له پاکستاني شبکو او سیمکارتونو ګټنه کوي.

د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکی احمد الله هم له پاکستاني سیمکارت «ټیلي نار» څخه ګټه اخلي، هغه اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې په ولسوالۍ کې یې خلک د افغاني شبکو نشتون له امله له پاکستاني سیمکارتونو ګټه پورته کوي.

نوموړي وویل: «وړممۍ ولسوالۍ کې زمونږ زیاتره ځوانان او نور خلک له پاکستاني سیمکارتونو کار اخلو، چې افغاني شبکې نشته، پاکستان زمونږ د ولسوالۍ په خوا کې مخابراتي انتنونه لګول شوي، چې ښه کار کوي او هغه خپله ستونزه مو پرې حل کیږي.»

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د اترا ادارې استازی سیدمحمد ابراهیم جاهد له اطلاعات روز سره په ټلیفوني خبرو کې د پکتیکا ولایت د ځینو ولسوالیو مخابراتي ستونزې مني او وايي، په دې ولایت کې داسې ولسوالۍ هم شته، چې له کلونو راهیسې پکې د دوی هیڅ خدمات شتون نه لري.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال شخصي شرکتونه روشن، اتصالات، ام ټي ان او افغان بیسیم له تېرو لس میاشتو راهیسې د شپې له خوا فعالیت درولی او طالبانو ورته ویلي، چې د امنیت خوندیتوب لپاره به فعالیت نه کوي.

ښاغلي جاهد وویل: «په پکتیکا کې مونږ له تېرو لس میاشتو راهیسې په ځینو ولسوالیو کې د شپې له خوا فعالیت نه لرو، ځکه شخصي کمپینو ته د وسله والو طالبانو له خوا ویل شوي، چې د شپې له خوا به فعالیت نه کوئ، بله په پکتیکا کې مونږ ځینې ولسوالۍ لرو، چې هلته زمونږ خدامات بیخي نشته او زمونږ هڅه داده، چې د پکتیکا ټولو خلکو ته په ښه کیفیت او دوامداره خدمات وړاندې کړو.»

خوست هم له ورته مخابراتي ستونزو سره مخ دی، د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، کمزوری انټرنېټ او لوړې بیې هغه خنډونه دي، چې د خلکو ورځنۍ کاروبار یې ټکنی کړی دی.

د دې ولایت د مرکز اوسېدونکی نور ولې ځدراڼ اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې د دې ستونزې له امله د لرې پرتو سیمو او مرکز اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه وايي: «مونږ له زیاتو مشکلاتو سره مخ یو، انټرنېټ جمع کړو، خو هماغسې چې زمونږ تمه وي، کار ترې نشو اخیستلی او همدا شان د اړیکو نیولو په وخت کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ یو، د خوست په زیاتره ولسوالیو کې بیا شبکې اڼترنیټي سایټونه نه لري او یوازې د اړیکو لپاره ترې استفاده کېدای شي، زمونږ غوښتنه داده، چې د خلکو دا مهمه ستونزه باید هواره شي.»

ومو غوښتل چې په دې اړه د خوست ولایت د اترا ادارې نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی زمونږ ټلیفون او لیکلي پیغام ته ځواب رانکړ.

د مخابراتي خدمتونو په وړاندې خلک په داسې حال کې نیوکه کوي، چې وسله والو طالبانو اطلاعات روز ته په لېږل شوي خبري پیغام کې ویلي، چې دوی د خلکو او خپلو وسله والو کسانو د امنیت ساتنې په خوخه مخابراتي خدامات محدود کړي او په خبره یې چې د وضعیت له سمون سره به بیرته په ټولو سیمو کې د فعالیت اجازه ورکړل شي.

په سویل ختیځ زون کې د د انټرنیټ لوړې بیې او په بدل کې یې کمزوری او په نشت حساب کیفیت د دې لامل شوی، چې زیاتره خلک د دې لګښت د پوره کولو توان نه لري او له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې بیې یې ارزانه او کیفیت ته دې هم جدي پام وشي.