احصایه

«د احصایې ملي ادارې وره تر شا سرګردانه او اندېښمنه په تمه یو»

خبریال: هادي خوشنویس

ژباړن: بهادرخان رحماني

د تېر (۱۳۹۹) کال خزان کې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په دې اداره کې ۳۰۰ بستونه اعلان ته ورکړل. ۳۰۰ تنه لوړو نمرو سره په دې ازموینه کې جذب شول او ۱۵۰ تنه لوړو نمرو سره ریزرف برخې ته ولېږل شول. هغوی چې ریزرف ته ولېږل شول وایي، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې یو ایمیل کې چې د سږ ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۱۲مه هغوی ته ولېږل شو، له هغوی یې غوښتي ول چې د خپلو اسنادو مراحلو بشپړولو لپاره باید دې ادارې ته ورشي.

د دې ډلې په وینا، کله چې هغوی د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ته ورغلل، دې ادارې منفي ځواب ورکړ او د هغوی د ګمارنې له پرېکړې منکره شول.

یو غوښتونکی اطلاعات روز ته وایي، چې هغه او ډېر نور د زرګونه ستونزو په ګاللو له لرې ولایتونو خپل ځان کابل ته ورساوه او خپل اسناد یې طی مراحل کړل، خو د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د خپلې پرېکړې بدلون سره د هغوی ګمارنې ته حاضر نه دي او دا کار یې نامالوم وخت ته پرېښی دی.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې هغه بستونه چې خلکو ته یې ریزرف برخه کې نیولي ول، ۳۰۰ یادوي. دا اداره زیاتوي چې د دې غوښتونکو د ګمارنې لړۍ د کرونا ویروس خپرېدو له امله ځنډېدلې او هر کله یې چې اړتیا شوه ورسره اړیکه نیسي.

د پور په پیسو سفر او اورېدونکی غوږونه چې نشته

تقي (مستعار) همدا چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ایمیل ترلاسه کړ، له دایکنډي یې کابل ته ځان ورسوه. تقي وایي، کله یې چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ته مراجعه وکړه له هغه وغوښتل شول چې له  عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو استعلامونه راوړي او له بلې خوا دوه دولتي کارمنان دې یې ضمانت وکړي، څو وګمارل شي.

د کابل پولیسو قوماندانۍ له خوا د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ته له لېږل شویو مکتوبونو یو: «تقي د دایکنډي ولایت اوسېدونکی د ازادو سیالیو ازموینه کې د برښنایي پېژندپاڼو وېش کارکوونکي په توګه د دې ادارې اړوندو کې بریالی شوی دی. پر دې بنسټ مهرباني وکړئ د جرمي مسوولیت او د جرمي نه  مسوولیت په اړه د احصایې ادارې ته ډاډ ورکړئ.»

د یو غوښتونکي د جرمي مسوولیت یا نه مسوولیت ثابتېدو په اړه د کابل پولیسو قوماندانۍ ته د احصایې او مالوماتو ملي ادارې استعلام

له هغې وروسته، د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو استعلامونه طی مراحل کړل او پام کې ونیول شوه چې چهارشنبه د تحصیلي سویې او د کار جواز د تاییدۍ استعلام اخیستلو لپاره ګام واخلي، خو سه شنبه هغه او نورو غوښتونکو ته د احصایې او مالوماتو ملي ادارې له خوا یو پیغام ورسېده چې د لړۍ د ځنډېدو خبره په کې شوې وه: «موږ ته یې پیغام راولېږه چې لړۍ یو وخت پورې شا ته وغورځېده او ښایي یوه یا شاید دوې میاشتې وخت واخلي.»

د کارکوونکي د روغتیایي حالت تایید په اړه روغتیا وزارت ته د احصایې او مالوماتو ادارې استعلام

تقي وایي، له دې سره چې هغه د عامې روغتیا وزارت استعلام چې د هغه «روغتیایي حالت» تایید کړی او د کورنیو چارو وزارت استعلام یې طی مراحل کړی دی او د دولت دوو کارکوونکو یې «ضمانت» کړی دی، دې ادارې ته راوړی خو د احصایې او مالوماتو ملي اداره د هغه او نورو له ګمارنې تېر شوي دي.

له ۱۵۰ ریزرفي کسانو ۸۰ تر ۹۰ یې استعلام اخیستی او خپل اسناد یې طی مراحل کړي چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ته په ورتګ یې د دې ادارې پر پرېکړې د پروسې ځنډېدو له امله نیوکه وکړه. د تقي په وینا، پایله دا شوه چې د دې ادارې د ګمارنو مسوول رفېع ظفریان ژمنه وکړه چې د اسنادو په طی مراحلولو او بشپړولو سره، هغوی د ۱۰ ورځو جریان کې وګماري: «ظفریان وویل چې د احصایې ادارې بیاځلي پرېکړه وکړه چې تاسو مکتبوبونه لاسلیک کړئ او دوشنبه یې درته سپارو او موږ مو د ۱۰ ورځو جریان کې ګمارو او منظورۍ مو منل کېږي. خو کله مو چې مراجعه وکړه ان دننه یې اجازه نه راکوله.»

یو له غوښتونکو: «د احصایې ادارې تالار کې منتظر پاتې شو. د بشري سرچینو مشره منیلا حکیمي راغله او ویې ویل چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د برښنایي پېژندپاڼو وېش مرکزونو ته مراجعین کم شوي دي او دا اداره اوسمهال کارکوونکو ته اړتیا نه لري. له موږ یې وغوښتل چې بېرته عادی حالت ته ورګرځېدو پورې په تمه شو.»

ښاغلی قاسمي وایي، د استعلامونو او د هغې مراحلو بشپړولو لپاره مو ډېره هڅه وکړه خو وروستي ګام کې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې منفي ځواب سره  مخ شو.

عزیز قاسمي وایي، چې هغه د ډېرو نورو کسانو په څېر د خپلې ستونزې حل لپاره د ولسي جرګې او  مشرانو جرګې تر وره هم ورغلي دي، خو د ډېرو ژمنو سره سره نه دي توانېدلي چې خپلې موخې ته ورسېږي: «ولسي جرګه کې د غزني خلکو استازي عارف رحماني راته وویل چې د احصایې او مالوماتو ملي اداره چا ته ځواب ویونکې نه ده. د مشرانو جرګې مشر ښاغلي مسلمیار منشي له موږ وغوښتل چې یو شکایت درج کړو او هغه همغږي کوي څو شکایت ورسوو.»

عزیز قاسمي: «فورم یې راکړ چې لاړ شو طی مراحل یې کړو او په چټکۍ سره یې راوړو چې د ګمارنې لړۍ ژر وشي. سخته ده چې یو څوک له ولایتونو راشي او څوک پیدا کړي چې ضمانت یې وکړي؛ د دولت د دوو کارکوونکو موندنه یوه اونۍ وخت نیسي. ډېرو ستونزو سره مو دوه ضمانت کوونکي پیدا کړل؛ د کورنیو او روغتیا وزارتونو استعلامونه یو خوا. له یو دوه اونیو وروسته مو چې مراجعه وکړه، داسې ښکاري چې کوم ارزښت ورته نه لري، ویې ویل لاړ شئ د زنګ په تمه شئ. اداره باید د ایمیل مسوولیت او خپلې ژمنې ومني. دا چې د ستونزو له ګاللو وروسته اداره ووایي چې هېڅ ضمانت او مسوولیت نه لري چې ویې ګماري، مانا نه لري. د غبرګولي په ۱۲مه یې ایمیل وکړ چې د جون تر ۲مې راشئ او موږ دې کارونو پسې وګرځېدو.»

د یو غوښتونکي ضمانت لیک فورم چې وایي، د دې لپاره چې د دولت دوه کارکوونکي ضمانت کوونکي پیدا کړي، ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.

ښاغلي قاسمي د تېر کال خزان کې د برښنایي پېژندپاڼو ازموینه کې ۱۸۴ نمرې واخیستې او هغوی چې تر ۱۸۳ نمرې واخیستې، ریزرف برخې ته ولېږل شول.

د احصایې او مالوماتو ملي اداره کې د کار غوښتونکي وایي، ټولو نږدې ۸۰ تنو چې د ایمیل په ترلاسه کولو د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ته ورغلي، اسناد یې طی مراحل او تایید کړي، خو د دې ادارې پرېکړې هغوی سرګردانه کړي دي. دا غوښتونکي زیاتوي کله یې چې غوښتل خپله ستونزه د دې ادارې مشر سره شریکه کړی، پولیسو په زور ووېستل.

د یو غوښتونکي په وینا، داسې شایعات اورېدل کېږي چې د دې ادارې د مشر او بشري سرچینو ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی: «رفېع ظفریان مسوول ګماري چې راشئ ستاسو مکتبوبونه طی مراحل کوو او دوشنبه دا مکتوبونه لاسلیکیږي. ۱۰ ورځو جریان کې ستاسو منظوري راځي. د بشري سرچینو رییس وایي چې د کرونا مسله ده او پروسه ځنډېدلې او ګمارنو مو ټولې بندې کړې دي.»

د دې غوښتونکو اصلي شکایت د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د نظر بدلون پر بنسټ د نامنتظره پرېکړې دی چې ورلېږل شوي ایمیل کې هغوی ته ویل شوي ول چې هغوی ګماري، خو د دې غوښتونکو ورتګ سره، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې خپله پرېکړه بدله کړې او د هغوی د نیولو لړۍ یې ځنډولې ده. دا غوښتونکي وایي چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د هغوی ګمارنې لپاره ټاکلې نېټه نه ورکوي او هغوی د پور په پیسو له لرې ولایتونو کابل ته ځان رسولی او په دې ورځو کې ورځنۍ خرچه او لګښت نه لري او دې مسلې هغوی سرګردانه کړي دي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ځواب

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې مسوولین وایي، چې ریزرفي رامنځته شوي بستونه ۳۰۰ ول، خو د کرونا ویروس خپراوی کابل کې د برښنایي پېژندپاڼو وېش مرکزونو کې د مراجعینو شمېر کمېدو لامل شوی او پروسه له همدې امله ځنډېدلې ده.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویانده رویینا شهابي د دې ادارې د بشري سرچینو د مشرې له قوله وایي، چې د دې غوښتونکو د ګمارنې لړۍ ځنډېدو لامل د کرونا خپرېدل او کابل کې د برښنایي پېژندپاڼو مرکزونو ته د خلکو نه ورتګ دی: «ریزرف کارکوونکي ۳۰۰ بستونه ول چې د پلان له مخې دویم نوبت ته (دویم کاري شیفټونو ته) د کابل برښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو کې ګمارل، خو دویم کاري نوبت ته د خلکو نه ورتګ او د کرونا ویروس خپراوي له امله یاد پلان ځنډېدلی. له همدې امله بیاځلي ایمیل وشو چې پروسه ځنډېدلې ده.»

د اغلې شهابي په وینا، د اړتیا په وخت کې د احصایې او مالوماتو ملي اداره به له دې غوښتونکو سره اړیکه ونیسي او خبر به ورکړي: «یوازې نوماندانو ته ایمیل لېږل شوی و او د ګمارنې لړۍ یې اجرا شوې نه ده. هر کله چې اړتیا شوه هغوی سره اړیکه نیول کېږي. او بله دا چې هغوی ریزرف کارکوونکي دي او ادارې یې اړتیا ته په کتو ګماري.»