اطلاعات روز: د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې ماين چاودنې د دوو ماشومانو او يو ځوان ژوند واخيست.
د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې یوه ځایي سرچینه اطلاعات روز ته وایي، نن (سه شنبه، ۸ د چنګاښ) غرمه مهال د زرمت په عمومي سړک د « باتور» په ساحه کې د سړک غاړې ځای په ځای شوي ماين د ملکي وګړو په «ټراکتور» موټر چاودنه کړې.
د سيمې عيني شاهدان وايي، ټراکتور کې سپاره درې کسان، چې دوه په کې ماشومان او يو بل هم ۲۹ کلن ځوان و، وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا چې وژل شويو کسانو له کوره د کروندې په لوري ټراکتور روان کړی و، چې ماين پرې وچاودېده.
امنيتي مسوولين هم د دې پېښې پخلی کوي، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
کومې وسله والې ډلې هم پر ملکيانو د رامنځته شوې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې طالبانو ځايي خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې له کورونو د باندې له تګ-راتګ څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پکتيا په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې جګړو زرو اخيستی، چې ورسره د ملکيان تلفات هم ډېر شوي دي.