ننګرهار

ننګرهار کې چاودنې څلور ملکیان ټپيان کړل

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې څلور ملکیان ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی نن (سه شنبه، ۸ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند «دوه سرکه» سیمه کې په یو بایسکل کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو کړې، چې له امله یې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي: «نن له غرمې وروسته دوه بجې د دوه سره کې سیمه کې په یو بایسکل کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.»

تېره ورځ هم د جلال اباد ښار کې د یوې موسسې پر کارکوونکو ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې وه، چې له امله یې یو تن وژل شوی و او څلور نور ټپیان شوي وو.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.