اکسېجن

د ناروغانو ستوني د احتکارکارانو پنجو کې؛ کابل کې د اکسېجن تور بازار ګرم دی

خبریال: لطف علي سلطاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

د مهدي (مستعار نوم) ۸۰ کلنه انا په کرونا ویروس اخته شوې او څلور شپې ورځې کیږي چې د پل سرخ یو شخصي روغتون کې بستر ده. هغې په دې موده کې د اکسېجن ۳۰ کپسوله لګولي دي چې ټول لګښت یې ۱۵۰ زره افغانۍ شوی دی. پل سرخ کې د کریمي روغتون د اکسېجن هره غټه ډبه یا کپسول په پنځه زره افغانۍ پلوري او مهدي اړ دی چې د خپلې انا د ژوند ژغورلو لپاره دا پیسې ورکړي. مهدي اورېدلي چې که په خپله د اکسېجن پېرلو ته ګام واخلي، د روغتون بیې سره به چندان توپیر و نه لري.

د اکسېجن له بیې د مهدي دا فکر هغې بیې سره چې د اکسېجن تولېدوونکي شرکتونه یې وړاندې کوي، خورا توپیر لري. هغه پیسې چې مهدي یې د اکسېجن هر کپسول لپاره کریمي روغتون ته ورکوي، لږ تر لږه د هغې د قیمت ۱۰ برابره زیاتې دي.

اطلاعات روز په دې راپور کې د اکسېجن تولید دوو شرکتونو سره، یو د میدان وردګو په ولایت کې او بل د کابل ختیځ صنعتي پارکونو کې ټیلیفوني مرکه کړې ده.

میدان ښار کې د صداقت اکسېجن تولیدوونکي شرکت مسوول محمد اسحاق اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې دا شرکت د اکسېجن هره غټه ډبه په ۷۰۰ افغانۍ او وړوکی کپسول په ۲۵۰ افغانۍ پلوري. دا شرکت په ورځني ډول ۲۰۰ تر ۲۵۰ کپسول اکسېجنه تولید لري او هغه هغو روغتونونو ته چې دې شرکت سره قراداد لري، لېږي.

د اکسېجن د احتکار او په لوړ بیه خرڅلاو څخه مخنیوي لپاره، حکومت پرېکړه کړې چې د اکسېجن تولیدوونکي شرکتونه دې روغتونونو سره قرارداد وکړي او په پرچون توګه دې یې مخنیوی وکړي. دغه راز د دې پرېکړې پر بنسټ، که څوک په شخصي توګه د اکسېجن په اخیستلو لاس پورې کړي، باید د یو روغتون له خوا د روغتیاپال مهر او لاسلیک ځان سره ولري.

خو د صداقت اکسېجن تولیدوونکي شرکت مسوول بیا وایي، هغو کسانو ته چې په شخصي توګه د اکسېجن اخیستو لپاره ګام اخلي او د روغتیا پاڼه هم نه لري، اکسېجن پرې پلوري: «هغوی په ژړا او زارۍ راځي، له موږ اکسېجن اخلي او موږ یې ورکوو.»

د اکسېجن تولیدوونکو شرکتونو ترمنځ هم بیه یو شان نه ده. د کابل ختیځ کې د میهن دوست شرکت هر لوی کپسول په ۳۰۰ افغانۍ او کوچنی کپسول په ۱۵۰ افغانۍ خرڅوي. د دې شرکت مسوول حکمت الله اطلاعات روز سره په ټیلیفوني خبرو کې وایي چې بیه کې یې ان د کورنا ویروس له خپراوي وروسته هم بدلون نه دی راغلی او بیه هماغه پخوانۍ بیه ده.

د صداقت شرکت مسوول هم وایي چې وړاندې یې اکسېجن ان په ټيټه بیه پلوره، خو وروستیو کې یې د برښنا نه شتون او په پرلپسې د جنراتور روښانېدو له امله، بیه یو څه لوړه کړې ده.

د کریمي روغتون مسوولین وایي، چې دا روغتون د صداقت اکسېجن تولیدوونکي شرکت سره قرارداد لري او دا شرکت د اکسېجن هر کپسول د هغې اندازې ته په کتو له درې تر درې نیم زره افغانیو خرڅوي. د صداقت اکسېجن تولیدوونکي شرکت مسوول بیا دا ادعا ردوي او وایي چې له دې روغتون سره  هېڅ قرارداد نه لري. د کریمي روغتون کې اوسمهال ۷۰ کرونایي ناروغان بستر دي.

په دې ورځو کې چې د کرونا ناروغۍ لا هم په اوج کې ده، د اکسېجن خرڅلاو او احتکار کیسه ګرمه ده. د عامې روغتیا وزارت د شمېر پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې (د چنګاښ اوومه) په کرونا اخته ۱۴۰۷ ناروغان پېژندل شوي او ۶۴ په کرونا اخته وو ژوند بایللی دی.

امیرمحمد چې د لوړ عمر لرونکی پلار یې په کرونا اخته شوی، په چټکۍ سره د کریمي روغتون له زینو ښکته کېږي  او ځي څو هغه پیسې راوړي چې د اکسېجن اخیستو لپاره یې پور اخیستې دي. هغه هم د هر کپسول لپاره پنځه زره افغانۍ روغتون ته ورکوي. روغتون کې یې د پلار له بسترکېدو ۲۴ ګړۍ تېرېږي او پلار یې په دې موده کې د اکسېجن دوه ډبې بشپړې کړې دي. امیر محمد وایي، هغه لپاره چې یو ساده کارکوونکی دی، ۲۴ ګړیو کې د ۱۰ زره افغانیو لګښت، ملا ماتوونکی دی.

د صنایعو او کانونو خونې شمېرو پر بنسټ، افغانستان کې د اکسېجن تولید ۳۰ شرکتونه فعاله دي. دا شرکتونه په ورځ کې د ۱۰ زره کپسولو تولید وړتیا لري.له دې ډلې اووه شرکته یې کابل کې دي چې د ۳.۵ کپسوله تولید ظرفیت لري.

د اکسېجن تولید یو شرکت محوطه – انځور له ټولنیزو شبکو

د کابل د صنایعو او کانونو مسوول سخي احمد پیمان اطلاعات روز سره خبرو کې، حالت کړکېچن یادوي او وایي چې د کرونا ویروس د څپې له خپراوي وړاندې د اکسېجن غوښتنه څو برابره زیاته شوې ده. ښاغلی پیمان د هغو کسانو له خوا چې ناروغ نه لري او اکسېجن اخلي او احتکار کوي، څو په تور بازار کې یې وپلوري، اشاره کوي او وایي ۹۰ سلنه هغه کسان چې د اکسېجن تولیدوونکو شرکتونو د دروازو ترمخه ولاړ دي، په حقیقت کې احتکارکوونکي دي. د هغه په وینا، له دوی یوازې ۱۰ سلنه یې په رښتیا هم ناروغان لري.

د عامې روغتیا او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ملي امنیت عمومي ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې جوړ یو پلاوی رامنځته کړی چې د اکسېجن له تولید او خرڅلاوه څار کوي. د دې پلاوي ارزونه ښیي چې د اکسېجن تولیدوونکو شرکتونو زیاتونه او بیې نه دي لوړې کړي. ښاغلی پیمان چې په خپله د دې پلاوي غړی دی وایي: «شرکتونه یوه افغانۍ هم زیاتونه نه کوي، هغوی باید تقدیر شي. بیې ثباتې وې.»

د کابل د صنایعو او کانونو خونې مرستیال د عامې روغتیا وزارت پر چلند نیوکه کوي او وایي، دا وزارت سره له دې چې پوهېده د کرونا درېیمه پر لاره ده، د اکسېجن له تولیدوونکو شرکتونو د ملاتړ برخه کې یې هېڅ ګام نه دی اخیستی: «اوه اته میاشتې وړاندې عامې روغتیا وزارت ته مو وړاندیز وکړ چې د اکسېجن تولیدوونکو شرکتونو ملاتړ وکړي، خو په دې برخه کې کوم کار و نه شو. د عامې روغتیا وزارت باید دا حالت اټکل کړی وی او د اوس حالت ته په پام، د اکسېجن تولید وړتیا یې باید لوړه کړې وی.»

د عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا درېیمې څپې خپرېدو هماغه لومړیو ورځو کې، هېواد کې اکسېجن کمښت له ګواښ خبرداری ورکړی و، خو یو څه وروسته بیا د دې وزارت مسوولینو ډاډ ورکړ چې د کرونا ځانګړو روغتونونو کې، د اکسېجن تولید دستګاوې تعبیه شوي او دا روغتونونه د اکسېجن کمښت سره نه مخ کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د کرونا ځانګړي روغتونونه د بیروني اکسېجن له اړتیا وتي دي. د هغه په وینا خصوصي برخې ته اړتیا حداقل برخې رسېدلې ده.

هېواد کې تېرو ۲۴ ګړیو کې ۶۴ کرونایي ناروغان مړه شوي دي.

مهدي له هغې وړاندې چې خپله انا شخصي روغتون ته یوسي، جناح روغتون ته چې یوه برخه یې د کرونا ناروغانو ته ځانګړې شوې، وړې ده. خو د روغتون مسوولینو د مهدي انا نه ده منلې او ویلي یې دي چې ظرفیت بشپړ شوی دی. مهدي وایي، ان په همغه روغتون کې کله چې ناروغ اکسېجن ته اړتیا پیدا کوي، باید چې له بېرونه یې پیدا کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین هم وایي، چې دا وزارت د اکسېجن بیې کنټرول لپاره بازار ته ننوتي دي. د دې وزارت ویاند فواد احمدي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، له پېرېدونکي د ملاتړ قانون ۲۸مې مادې پر بنسټ، د دې وزارت ډلې د اکسېجن تولیدوونکو شرکتونو ته ټاکل شوي او د پلورنې له لړۍ څار کوي. د ښاغلي احمدي په وینا، د اکسېجن بیې زیاتېدو کې تولیدي شرکتونه ګډ نه دي، بلکې ځینې دلالان بازار ته ننوتي چې اکسېجن احتکار کړي او بازار کې یې په هره بیه چې غوښتي وي، پلوري یې.

د ښاغلي احمدي په وینا، ددې وزارت د ټاکونکو ډلو ارزونې ښیي، ځینې هغه کسان چې د اکسېجن اخیستو لیکه کې ودریږي، هغه کسان دي چې کرونایي ناروغان نه لري او اکسېجن په دې خاطر اخلي، چې که کوم وخت یې د کور کوم غړی په کرونا اخته شي، له ستونزې سره مخ نه شي.

د اکسېجن کمښت ستونزې لرې کولو او د هغې بیې یو شان کولو لپاره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد له سوداګرو هم غوښتي چې بازار ته دننه شي او له ګاونډیو هېوادونو اکسېجن وارد کړي. د دې وزارت د ویاند په وینا، یوازې د کمال نبي زاده شرکت، په څو وروستیو ورځو کې شاوخوا ۱۰ زره کپسوله اکسېجن له ګاونډیو هېوادونو وارد کړي دي.

کورنیو چارو وزارت وایي، د روغتیا وزارت تفتیش کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د اکسېجن تولید او وېش له کاره څار وکړي او که چا کوم تخلف وکړ هغوی کورنیو چارو وزارت ته راپور کړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې تراوسه یې له عامې روغتیا وزارت د اکسېجن په لوړ بیه پلور او احتکار په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه کړی. ښاغلي ارین ټینګار وکړ چې که د لوړې بیې یا احتکار راپور یې ترلاسه کړ، دا وزارت په جدیت ورسره چلند کوي.  له دې سره چې حکومتي بنسټونو د اکسېجن بیې کنټرول لپاره ګامونه اخیستي، خو مهدي لپاره هېڅ هم نه دي بدل شوي. د اکسېجن بیه لا هم لوړه ده او هغه د خپلې انا خراب حالت ته په کتو هر ۲۴ ګړۍ شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ اکسېجن اخلي. مهدي وایي: «اکسېجن باید پرلپسې انا ته مې نښتی وي. لګښت یې نږدې ۲۰ زره افغانۍ په ۲۴ ګړیو کې کېږي. په ټوله کې زه هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ زره افغانۍ لګوم. دوو ورځو کې مې دوه سوه زره افغانۍ لګولي دي.»