دیني عالم لغمان

لغمان کې ناپیژنده وسله والو یو دیني عالم وژلی

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، ددې ولایت مرکز مهترلام ښار اړوندو کې ناپېژنده ټوپکوالو یو دیني عالم او د لغمان د حج او اوقافو ریاست د احتساب مدیر وژلی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن (چهارشنبه، ۹ د چنګاښ)  سهار شاوخوا لس بجې د مرکز مهترلام اړوند «انارباغ» سیمه کې دیني عالم او د لغمان د حج او اوقافو ریاست د احتساب مدیر مولوي نصرالمن الله چې دندې ته پر لاره و، د ناپيژنده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

دولتزی وایي، د امنیتي او کشفي ارګانونو په مرسته یې پلټنې پیل کړي چې د یادې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

دولتزي زیاته کړه: «نن سهار لس بجې د لغمان حج اوقافو یو رسمي مولوي چې دې ریاست کې یې دنده هم درلوده، مولوي صیب نصرالمن الله دندې ته پر لاره و، چې وسله والو په ډزو وژلی، خو پلټنې روانې دي چې عاملین یې ونیسو.»

د دې پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.