دره نوریان

ننګرهار ته د ښوونکو د ۴ زره بستونو د سهم پر وېش ناندرۍ؛ دره نوریان: ډېر کم سهم راکړل شوی

خبریال: جان اغا صالح

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو نن (پنجشنبه، ۱۰ چنګاښ) د یو سوله ییز لاریون پرمهال د پوهنې ریاست له لوري دې ولسوالۍ د ښوونکو په ورکړل شویو بستونه نیوکه وکړه او ویې ویل، یادې ولسوالۍ ته د زده کوونکو په تناسب د ښوونکو سهم کم ورکړل شوی دی.

لاریون کوونکي د ننګرهار د پوهنې ریاست پر مسولینو هم نیوکه کوي او وایي، دره نور ته په ورکړل شویو دوه دیرش بستونو کې یوازې دوه یې د نارینه ښوونکو او پاتې نور یې د ښځینه ښوونکو لپاره ځانګړي شوي دي.

د لاریون یو ګډونوال ذکریا ذکي له پوهنې ریاست وغوښتل چې یادې ولسوالۍ ته د ښوونکو ورکړل شوی سهم دې زیات کړي.

ذکریا ذکي زیاته کړه: «کوم بستونه چې پوهنې ریاست ورکړي دره نور ته په دې کې صرف دوه نارینه ښوونکي دي او نور ټول د ښځو لپاره دي، دا ولې؟ مونږ ته دا د منلو نه ده که داسې وي نو بیا ښځینه ښوونکي د دره نور وي، ډیر کله داسې کیږي امتحان واخلي او بیا د نورو سیمو ښځینه ښوونکې بریالۍ چې وخت په تیریدو بیا له دې ولسوالۍ نورو خپلو ولسوالیو ته تبدیلي کوي چې دا کار د دره نور له ولسونو سره جفا ده.»

د دره نور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د عمومي سړک په بندولو او لاریون سره دې ولسوالۍ لپاره د ښوونکو بستونو زیاتېدو غوښتنه وکړه.

لاریونوال وایي، په څو ځلي یې خپلې ستونزې له اړونده ادارو سره شریکې کړي، خو تراوسه یې د ولس غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، چې له امله یې دوی له تیرو څو ورځو راهیسې د دره نور ولسوالۍ د پوهنې مدیریت تړلی دی.

لاریون کوونکي شوکت اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، اوسمهال د دره ولسوالۍ د پوهنې مدیریت اړوند ۱۸ بستونه چې په کې د لېسو مدیران هم شامل دي د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، چې له امله یې په دره نور کې د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.

امله وال زیاتوي: «په څو ځلې مونږ له پوهنې ریاست او نورو چارواکو سره خپله ستونزه شریکه کړې چې دره نور ته په پوهنې برخه کې پام وکړي او دې ولسوالۍ ته د ښوونکو زیات بستونه ورکړي خو چارواکو هیڅ هم دې برخه کې ونه کړل، زمونږ غوښتنه له مسوولینو دا ده چې باید دې ولسوالۍ ته نور بستونه ورکړي او سهم یې زیات شي او هم دې د هغه ۱۸ بستونو ازموینه واخیستل شي چې اوس یې سرپرستان اداره کوي.»

لاریونوال وایي، په څو ځلي یې خپلې ستونزې له اړونده ادارو سره شریکې کړي، خو تراوسه یې د ولس غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

په ورته مهال د دره نور پوهني امر تاج محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا ستونزه یې د ولایتي ادارې او پوهنې ریاست چارواکو سره شریکه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې که د دره نور په لري پرتو سیمو کې ښځينه ښوونکي پیدا نشي نو پر ځای به یې نارینه ښوونکي وګمارل شي.

دوي په نویو ښوونکو کې دې ولسوالۍ ته د کمي ونډې ورکول نه منې او وایې د نفوس په تناسب اوس هم د نورو ولسوالیو په پرتله د دره نور ونډه ډېره ده.

د دره نور د پوهنې امر تاج محمد زیاته کړه: «دره نور ته چې کوم بستونه ورکړل شوي دا د زده کوونکو په تناسب ورکړل شوي دي او دا ویش د پوهنې وزارت کړی او دا د دره نور لپاره د ښوونکو ورکړل شوي بستونه هم په یو امتیازي ډول ورکړل شوي دي او هم مونږ سره دا ژمنه شوې چې د ښځنیه دې یادو بستونو ته ثبت نام وکړي او که نه و، بیا به یې بستونه نارینه وو ته ورکړل شي او همداراز به په نیږدې وخت کې د ۱۸ بستونو د ازموینو اعلان وشي دره نور کې.»

دوي په نویو ښوونکو کې دې ولسوالۍ ته د کمي ونډې ورکول نه منې او وایې د نفوس په تناسب اوس هم د نورو ولسوالیو په پرتله د دره نور ونډه ډېره ده.

په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواری هم اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دره نور ولسوالۍ ته د ښوونکو بستونه د زده کووکو په تعداد ورکړل شوي او هم ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکې کې به په دره نور ولسوالۍ کې د پوهنې اړونده برخو کې د سرپرستانو لړۍ ختمه کړي.

اصف شینوازي زیاته کړه: «څلور زره بستونه چې ننګرهار ته ورکړل شوي په دې کې د ټولو ولسوالیو د زده کوونکو تعداد په نظر کې نیول شوی او هرې ولسوالۍ ته د پنځوسو زده کوونکو پر سر یو ښوونکی ورکړل شوی، چې دره نور ته هم داسې ورکړل شوي او هلته د ښځینه ښوونکو ونډه کمه وه، ځکه یې د نارینه وو په پرتله د ښځینه وو ته زیات سهم ورکړل شوی چې ښځینه زده کوونکي زده کړو ته وهڅیږي.»

د ننګرهار د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې دا مهال د دره نور په ۳۶ ښوونځیو کې د  شاوخوا ۴۰۰ ښوونکو له خوا پنځه زره ښځينه او لس زره نارینه زده کوونکو ته زده کړي ورکول کېږي.