اکسېجن بالون

ننګرهار کې د اکسېجن بیې لوړوالي له امله په کرونا اخته بې وزله ناروغان خپله ژوند له لاسه ورکوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتیدو سره د اکسیجن د یو بالون بیه څو چنده لوړه شوې ده.

هیواد کې د کرونا ویروس درېيمه څپه کې د دغې ناروغۍ د پېښو له ډېرېدو سره ننګرهار کې د اکسېجن د کمښت ستونزه رامنځته شوې او بازار کې یې بیه څو برابره لوړه شوې ده.

د دې ولایت د کرونا ناروغۍ په مرکز کې د بسترو ناروغانو پیوازان شکایت کوي، چې په یاد مرکز کې د اکسیجن له کمښت سره سره د اکسیجن د یو بالون بیه له پنځو زرو افغانیو نیولې ان تر شل زره افغانیو لوړه شوې، چې د زیاترو بیوزله خلکو ناروغان د اکسیجن د لوړې بیې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

طارق د ننګرهار یو تن اوسیدونکی دی، چې مور یې په کورنا وایروس اخته شوې ده، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د اکسیجن اخیستو وس نور نه لري، ځکه ورځ تربلې د اکسیجن بیه لوړیږي چې بیوزله خلک یې له اخیستلو عاجز دي.

طارق زیاتوي: «دلته وروره د یو بالونه بیه له ۵۰۰۰ افغانیو تر شل زره افغانیو پورې مونږ په خپله اخیستي، بس غریب خلک یې د اخیستلو وس نه لري او همدا مالداره خلک دي چې اخیستلی یې شي، ډیر کله د بیوزله خلکو ناروغان د همدې اکسیجن له وجهې چې د اخیستلو وس یې نه لري مړه کیږي ځکه څه وکړي، زما هم په خپله مور ناروغه ده له یوه اوونۍ وشوه چې دلته په روغتون کې دی بس هر ورځ ورته اکسیجن اخلو او د اکسیجن د یو بالون یا ډبې بیه ورځ تربلې مخ په لوړیدو ده.»

د دې ولایت د کرونا ناروغۍ په مرکز کې د بسترو ناروغانو پیوازان شکایت کوي، چې په یاد مرکز کې د اکسیجن له کمښت سره سره د اکسیجن د یو بالون بیه له پنځو زرو افغانیو نیولې ان تر شل زره افغانیو لوړه شوې.

اوسمهال جلال اباد ښار کې د اکسیجن د تولید دوه کارخونې فعالیت کوي، خو مشتریان یې له خدماتو راضي نه دي.

زمرک خان چې پلار یې د کرونا په مرکز کې له تیرو درییو اوونیو بستر دی، د اکسیجن یوې فابریکې ته د بالون ډکولو په موخه راغلی .

نوموړی د اکسیجن د تولید د فابریکو له مسولینو او همدا شان له د زورواکو شکایت کوي، چې د یادو کارخونو له مسوولینو سره په جوړجاړي اکسیجن نورو ولایتونو ته په قاچاقي ډول انتقالوي او دلته یې پر دوی بیه لوړه کړې ده.

زمرک خان زیاتوي: «مونږ ګورو دلته خلک د اکسیجن له کمښت ورځ تر بلې مړه کیږي، خو هلته چې کارخانې ته ورشې بیا درته وایې، چې برق نشته او اکسیجن نشته یا څو ساعته به ورته صبر کوي خو زورواکي بیا په زوره له خلکو مخکې کیږي او خپلو ناروغانو ته اکسیجن وړي او زیاتره یې کابل، هرات او نورو ولایتونو ته انتقالوي او هلته یې په لوړه بیه پلوري هیله ده حکومت دې برخه کې کار وکړي.»

په همدې حال جلال اباد ښار کې د اکسیجن د تولید د یوې کارخونې مسوول عبدالبشیر بیا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د خلکو نیوکې پر ځای نه بولي او وایي، د کار پر وړاندې یې د برښنا پرچاوۍ ستونزې رامنځته کړي دي، چې له امله یې دوی نشي کولای په وخت د اکسیجن د کمښت ستونزه حل کړي.

نوموړی ټینګار کوي که د برښنا ستونزه یې حل شي د ختیځو ولایتونو سربیره به نورو ولایتونو ته هم اکسیجن انتقال کړي.

د اکسیجن د تولید د یوې کارخونې مسول عبدالبشیر: «زمونږ ستونزه اصل کې د برق کموالی دی یو ساعت وي څلور ساعته نه وي او همداشان چې شخصي بریښنا څخه کار اخلو په مونږ مصرف ډیر راځي او بیا مجبوره یو چې د اکسیجن د بالون بیه لوړه کړو او سمهال مونږ د اکسیجن یوه ډبه په ۵۰۰ سوه افغانۍ ورکوو خلکو ته او هڅه کې یو که د برق ستونزه حل شي نو انشاالله له ننګرهار سربیره به نورو ولایتونو ته هم اکسیجن انتقال کړو.»

جلال اباد ښار کې د اکسیجن د تولید د یوې کارخونې مسوول عبدالبشیر بیا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د خلکو نیوکې پر ځای نه بولي او وایي، د کار پر وړاندې یې د برښنا پرچاوۍ ستونزې رامنځته کړي دي، چې له امله یې دوی نشي کولای په وخت د اکسیجن د کمښت ستونزه حل کړي.

بل لور ته د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر شعیب سهاک اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، اوسمهال په دې ولایت کې د اکسیجن د تولید دوه فابریکې فعالیت کوي، چې د ورځې د اکسیجن د ۵۰۰ بالونو د تولید ظرفیت لري.

نوموړی وایي، له یادو فابریکو سره یې په ۴۰۰ افغانۍ د اکسیجن د یو بالون قرارداد کړی خو وایي، ډیر کله د شوي قرارداد له مخې په خپل وخت د دې ولایت دکرونا مرکز ته اکسیجن نه ورکول کیږي، چې لامل یې د یو شمیر زورواکو له لوري د اکسیجن له فابریکو اخیستل یادوي.

ډاکتر شعیب سهاک زیاتوي: «مونږ د اکسیجن لوی ننګرهار په نامه له فابریکې سره د ۲۵۰ بالونو قرارداد کړی چې د ورځې به یې دکرونا مرکز ته ورکوي، خو متاسفانه د ورځې تر سلو هم مونږ ته نه راکول کیږي او لامل یې له فابریکې د یو شمیر عامو او زورواکو له لوري په انفرادي ډول د اکسیجن اخیستل دي چې له امله یې په خپل وخت اکسیجن نه رسیږي او که نورو ولایتونو ته انتقالیږي په دې برخه کې مو له ولایت سره خبرې کړي تمه لرو چې یادې ستونزې مخه به ونیول شي.»

یانې داسې ویلی شم چې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، د کرونا د درېیمه څپه چې د اپریل له میاشتې پیل شوې تر اوسه په ننګرهار ولایت کې ۱۲۰۰۷ نمونې کتل شوي چې ۵۶۵۹ یې مثبت دي او ۶۳۴۸ منفي دي، دغه راز په دې ناروغۍ اخته ۱۲۸ تنه مړه شوي دي.

اوسمهال ننګرهار کې د کرونا پر ناروغۍ د اخته کسانو لپاره ۵۰ بستریزه روغتون فعال دی، خو خلک د یاد روغتون د بسترونو د زیاتیدو ترڅنګ، په یاد روغتون کې د نورو اسانتیاوو د زیاتیدو غوښتنه کوي.

بل لور ته عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي او وايي، په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه د لومړۍ او دوهمې په پرتله جدي او د پراختیا په حال کې ده.