فیض اباد

دفاع وزارت: د بدخشان فیض اباد کې ډېری وژل شوي طالبان چیچني، ازبکستاني او پاکستاني دي

اطلاعات روز: د هېواد ملي دفاع وزارت وایي، د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد کې طالبانو ډلې ته «درنه» مرګ ژوبله اړولې چې په وینا یې ډېری یې چیچني، ازبکستاني او پاکستاني دي.

ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه، ۱۴ د چنګاښ) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بدخشان مزکز فیض اباد کې یې د طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات ترسره کړي او طالبانو ته یې درنه مرګ – ژوبله اړولې ده.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دې عملیاتو کې د طالبانو ډلې یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات یې هم له منځه وړي دي.

د ملي دفاع وزارت دغه راز وایي: «دفاعي او امنیتي ځواکونو دغو عملیاتو کې د یاد ولایت ګرګ کشان، لایابه، چکولچ، کجي خم، د فیض اباد ښار شورابک ښار شاوخوا سیمې د ترهګرو له شتونه پاکې شوي دي.»

دغه وزارت دغه راز وایي، چې په دې ولایت کې د طالبانو پر وړاندې چاڼيز عملیات لا هم دوام لري.

طالبانو ډلې بیا تراوسه د ملي دفاع وزارت دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.