کارګر ماشومان

پر درنو کارونو د اخته ماشومانو ډېرېدل؛ ننګرهار کې لس زره ماشومان درانه کارونه کوي

خبریال: جان اغا صالح

 د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې د جګړو له امله پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د دې لایت د کار او ټولینزو چارو ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمیر زیات شوی چې لامل یې فقر، بې وزلي او د جګړو له امله بې ځایه کیدنه او نور عوامل دي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس رحمت الله زیارمل نن (چهارشنبه، ۱۶ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې اوسمهال په تورخم ښارګوټي او د جلال اباد ښار په مختلفو سیمو کې شاوخوا لس زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

رحمت الله زیارمل زیاته کړه: «زمونږ د مالوماتو له مخې په جلال اباد ښار او تورخم ښارګوټي کې لس زره ماشومان په شاقه یا درنو کارونو بوخت دي، چې لامل یې جګړې، کډوالي، فقر، بې وزلي او ماشومانو ته د کورنۍ نه پاملرنه ده، چې امله یې پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمیر هم ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی. تمه لرو چې په دې برخه کې نورې اړونده ادارې له مونږ سره همکاري وکړي.»

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس رحمت الله زیارمل وایي، اوسمهال په تورخم ښارګوټي او د جلال اباد ښار په مختلفو سیمو کې شاوخوا لس زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

نوموړی وایي، ګن شمیر هغه ماشومانو ته یې د کار کسب تر څنګ د زده کړو زمینه برابره کړې چې پر شاقه کارونو بوخت وو.

د رحمت الله زیارمل په وینا همداراز یې په دې ولایت کې د خښتو بټیو له مالکینو سره یو شمیر هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې له مخې د خښتو بټیو مالکین اجازه نه لري، چې پر کم عمره ماشومانو په بټیو کې کار وکړي.

د ننګرهار د کارو او ټولنیزو چارو رییس رحمت الله زیارمل زیاتوي: «مونږ د بې وزله ماشومانو او هغه کورنیو سره مرستې کړي چې ماشومان یې پر درنو کارونو بوخت وو او همداراز مو سلګونه ماشومانو ته د کوچنیو کاروبارونو برابریدو سره بیره د زده کړو زمینه برابره کړې، همدا شان د خښتو بټیو له مالکینو سره هوکړه شوې، چې له مخې به یې له ۱۴ کلونو په کم عمره ماشومان کار هلته نه کوي.»

په همدې حال کې د خښتو په بټیو کې یو شمیر کورنۍ چې له خپلو اولادونو سره کار کوي وایي، چې د بټيو مالکین یې له مجبوریته ګټه اخلي او زیاتره یې له دوی سره د پیسو په بدل کې له کلونو راهیسې ګرو دي.

ګردیز خان یو له دغه ماشومانو څخه دی، چې له کوچنیوالي د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې شوې او اوسمهال د سره رود ولسوالۍ د خښتو په یوې بټۍ کې کار کوي.

ګردیز خان یو له دغه ماشومانو څخه دی، چې له کوچنیوالي د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې شوې او اوسمهال د سره رود ولسوالۍ د خښتو په یوې بټۍ کې کار کوي.

هغه تر اتم ټولګي زده کړې کړي خو بې وزلۍ دې ته اړ کړ چې ښوونځی په نیمایي کې پریږدي او د کورنۍ نفقې ګټلو ته مخه کړي.

ګردیز خان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، اوسمهال د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې کار کوي او هره ورځ تر پنځه سوه پورې خښتې برابروي خو وایي، ژوند یې په سختیو کې تیریږي.

ګردیز خان زیاتوي: «لس کاله کیږي چې خښتو ته مې مخه کړې کورنۍ مو بې وزله ده او همدا زه یې د ګټې وټې یم، مکتب مې تر اتم ټولګي ویلی خواوس مې لوی ارمان زده کړې دي، بس د ورځې ۵۰۰ پورې خښتې وهم او دا کار هره ورځ کوم له ډیر مجبوریته مې د خښتو بټیو ته مخه کړې، څه وکړم مجبور یم.»

بل لور ته د نظر خاوند سید کمال اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده او ویې ویل، که مسوولې ادارې له درنو کارونو د ماشومانو د ژغورنې لپاره لاس په کار نه شي نو اندېښنه شته، چې راتلونکی به یې له کړاوونو ډک وي.

سید کمال زیاته کړه: «که حکومت او کورنۍ خپلو ماشومانو ته پام و نه کړي، نو دوی به په راتلونکي له سختو ستونزو سره مخ شي، په نشه یي توکو به اخته شي او ګڼې نورې ستونزې هم پیدا کیږي.»

 د ننګرهار د کارو او ټولنیزو چارو ریاست د مالوماتو له مخې اوسمهال دې ولایت کې د خښتو په بټیو کې درې زره ماشومانو له غریبۍ یې سختو کارونه ته اوږه ورکړې او په کم عمر د کورنۍ مسوولیت ورسپارل شوې او زده کړې ترې پاتې دي.

رحمت الله زیارمل وایي، په دې ولایت کې یې د خښتو بټیو له مالکینو سره یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې له مخې د خښتو بټیو مالکین اجازه نه لري، چې پر کم عمره ماشومانو په بټیو کې کار وکړي.

یوازې ننګرهار نه، بلکې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د جګړې، بې وزلۍ، ماشومانو ته د کورنیو نه پام او نورو ګڼو لاملونو له امله ان تر میلیونونو ماشومان له ښوونځیو پاتي او په درنو کارونو بوخت دي. که څه هم اړونده ادارې د دغو ماشومانو ژغورنې لپاره د خپلو هڅو یادونه کوي، خو خلک نیوکه کوي، لکه څرنګه چې په کار ده، اړونده ادارو هسې پام او زیار نه دی کړی.