ولسمشر غني

د خوست هوايي ډګر نن په رسمي توګه ولسمشر غني پرانیست

اطلاعات روز: د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا خوست ولایت ته تللی او هلته یې د خوست نړیوال هوايي ډګر پرانیسته وکړه او له دوبۍ څخه یې د راغلو مساپرو هرکلی هم وکړ.

ښاغلی غني به په یاد ولایت کې د خوست له اوسېدونکو او امنیتي مسوولینو سره جلا، جلا لیدنې ولري.

ولسمشر غني نن (شنبه، ۱۹ د چنګاښ) په خوست هوايي ډګر کې د جوړو شویو مراسمو پر مهال وویل، چې یاد ډګر نه یوازې د خوست لپاره بلکې د ټول هیواد د اقتصادي پرمختګ برخه کې مثبت بدولون راوستلی شي.

هغه داسې وايي: «نن دېر د ویاړ ځای دی، چې په خوست کې د یو نړیوال ډګر پرانیسته کوم، زه د دې مبارکي نه یوازې خوستي ولس ته ورکوم، بلکې دا د ټول هیواد لپاره یوه مهمه پروژه ده، په دې سره به مونږ وکولی شو، چې په ډېرې اسانۍ سره صادرات نورو هیوادونو ته وکړو.»

ښاغلي غني زیاته کړه، چې په خوست کې به د حکومت له لوري له ولس سره کړې ژمنې یو په بل پسې عملي کیږي.

غني د خوس له اوسېدونکو هم مننه وکړه، چې د خپلې سیمې د پرمختګ په موخه له دولت سره همکار دي.

نوموړی وايي: «دا نه یوازې چې مونږ په خوست کې د هوايي ډګر پروژه بشپړه کړه او نور هرڅه خلاص شول، بلکې کومې ژمنې چې ما له ولس سره کړې دي، هغه به ټولې سرته رسوم او په یو بل پسې به یې عملي کوم، د خوست ولس غیرتي او با شهامته ولس دی او د دوی د همکارۍ په نتیجه کې مونږ نن د ګڼو پروژو شاهدان یو.»

کابو لس کاله وړاندې په خوست کې دې ولایت ته د نړیوالو الوتنو په موخه د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د هوايي ډګر د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.