ولسمشر غني

ولسمشر غني طالبانو ته: ما سره ژمنه وکړئ چې ډیورنډ کرښه مو نه ده منلې

اطلاعات روز: ولسمشر محمداشرف غني خوست کې یوې غونډې ته طالبانو ته په خطاب کې وویل، که افغانستان باندې میین یئ، ژمنه وکړئ چې د ډیورنډ کرښه مو نه ده منلې.

ولسمشر اشرف غني نن (شنبه، ۱۹ د چنګاښ) د خوست هوایي ډګر پرانیستې مراسمو وروسته په یوې ولسي غونډه کې وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې طالبان تورن کړل چې د سولې خبرو اترو ته نه کېني.

نوموړي وویل: «کله چې یو خوا مرکه غواړي او بله خوا مرکه نه مني، نو دا نرخ دی؟! د خدای ج امر دی که نه، اول سوله وغواړئ، هغه چا چې و نه منله د هغه مقابل کې ودرېږئ، قراني ایت دی که نه؟!»

ولسمشر غني دغه راز په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې له طالبانو ځینې پوښتنې وکړي، چې یوه له هغو د طالبانو له خوا د ډیورنډ کرښې منلو او نه منلو په اړه ده. هغه زیاته کړه که طالبان پر افغانستان میین یي، نو ژمنه دې ورسره وکړي چې دغه کرښه یې نه ده منلې.

ښاغلي غني وویل: «تاسو له طالبانو څو پوښتنې وکړئ، لومړی چا لپاره جنګېږئ؟ افغانستان لپاره جنګېږئ یا که غواړئ افغانستان د نورو د لاس لاندې راشي؟ که افغانستان باندې میین یئ، ما سره ژمنه وکړئ چې د ډیورنډ کرښه مو نه ده منلې. ما سره ژمنه وکړئ چې افغانستان له څلورلارې نه یو لارې باندې نه بدلوئ، ما سره ژمنه وکړئ چې د افغانستان اوبه په خلکو باندې نه خرڅوئ، ما سره ژمنه وکړئ چې د نورو نوکري نه منئ، سهي ده که نه؟»

ولسمشر غني زیاته کړه، که تاسو فکر کوئ چې یو مملکت یا یو ګاونډی له یوې او بلې لارې، پر افغانستان خپله خېټه واچوي، نور یا دوی به یې ومني.

ولسمشر اشرف غني خپلو خبرو کې که څه هم د کوم هېواد نوم وا نه خیسته، خو ویې ویل، څوک شک لري چې طالبان له کوم ځایه راځي او ځایونه یې چېرې دي. هغه زیاته کړه چې ټولو سره سوله غواړي. ښاغلي غني پر طالبانو ډلې غږ وکړ چې د روانې جګړې ګټه نور وړي او په وینا یې چې سبا سولې ته کېنو، ولې نن سره نه کېنو.

هغه زیاته کړه: «که هره ورځ تر ۶۰۰ افغانان مړه شي، ګټه یې چا ته ځي؟ که تعمیرونه یې سوځي لکه د ارغنداب درې پلونه چې پنځوس میلیونه ډالره شاوخوا پرې لګېدلي ول دوی والوزول، زر کورو کې یې بمونه واچول، ارغنداب شین دی، څلور زره کاله شین و، دلته خبره په دې کې ده چې چا لپاره دا کوئ؟ ستاسو خبره پر ځای ده چې سبا سره کېنو، که نه؟، چې سبا کېنو ولې نن نه کېنو.»

ولسمشر اشرف غني خپلو خبرو کې طالبان په دې هم تورن کړل، چې اسلامي شریعت ته غاړه نه ږدي او په وینا یې چې د امریکا موافقه تر شریعته لوړه بولي.

هغه وویل: «ټول دې له سوریې، یمن، عراق، الجزایر او له لبنان نه درس واخلي، تاریخ مو په مخه کې تېر شوی که نه؟ په بې اتفاقۍ باندې څه جوړېږي؟! زما خبره څه ده؟ راشئ، شریعت د خدای منئ، خو راشئ کېنو، هغوی وایي نه د امریکایانو موافقه، د امریکایانو موافقه اوس شریعت نه هم اوچته شوه، خو امریکایان خو لاړل، چا نه موافقه غواړئ، تاسې خیال کوئ چې بندیان مو بې له موږه بل څوک خوشې کولی شي، او که جنګ ته راغلئ، زه تاسو ټولو ته وایم ورونو ملامتي د جنګ به د دوی په غاړه وي.

ولسمشر غني وویل، امریکایان یې په «عزت» له افغانستانه ووېستل او زیاته یې کړه چې اووه کاله پخوا یې د دوی د وتلو خبره کړې وه او دغه راز دوه کاله وړاندې یې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په استول شوي لیک ویلي ول چې له افغانستانه دې ووځي.

هغه زیاته کړه چې تېرو څلورو لسیزو کې یې تر بل هر چا زیات سولې ته کار کړی دی.

ښاغلي غني وویل: «سولې ته څه چې موږ کړي په دې تاریخ د افغانستان کې په ۴۰ کالو کې نه دي شوي. لومړی اوربند په ټول افغانستان کې موږ ټینګ کړ، هغه ورځ د ورورولي، د خویندو د ورونو د خبرو د اترو د یو بل د منلو ورځ نه وه؟ ټول افغانان مو په یو ټغر کېنول که نه؟ هغه ورځ ټول افغانستان او نړۍ ته ثابته شوه چې موږ یو ملت یو که نه؟ جشن و که نه؟ اختر مو په چشن بدل نه شو؟»

ولسمشر محمداشرف غني خپلو خبرو کې د نظام دننه تخریبوونکو په اړه هم څرګندونې وکړې. هغه وویل چې دغو تخریبوونکو ته نور صبر نه کوي او نه یې شي زغملی.

هغه وویل: «د نظام منځ کې هغه خلک چې له داخل نه تخریب کوي، پس له دې نه به څوک صبر ور ته نه کوي، تحمل به یې نه لري، پوه دې شي، هر څوک چې وي، که و نه درېدل سبا به یې مخونه تور وي، موږ به یې خرو باندې سرچپه نه ګرځوو، مګر ولس به یې مخونه تور کړي.»

نوموړي د جګړې په اړه وویل، چې جګړه د جنګ په ډګر کې نه ده بایلل شوې، بلکې په وینا یې چې دا د اوازو د ډګر خبرې دي. هغه پر افغانانو غږ وکړ چې سره یو شي، ګنې تر شپږ نسله به مسوول یي.

ولسمشر خپلو خبرو کې مېرمنو ته هم ډاډ ورکړ، چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې به یې خوندي کېږي او اسلامي حقونه به ترې نه اخیستل کېږي.

ولسمشر اشرف غني غونډې ته په وینا کې دغه راز د خوستوالو ځینو غوښتنو ته په اشارې وویلې چې پوره به شي. ښاغلي غني وویل چې خوست ولایت به له دویمې، لومړۍ درجې ته لوړ شي. همدارنګه هغه د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ته سپارښتنه وکړه چې د خوست د ولسوالیو او د غه راز په دې ولایت کې د «شېخ زاید پوهنتون» تشکیلاتو ډېرېدو لپاره ګامونه واخلي.

دغه راز یې وویل چې د خوست هوایي ډګر به ګام په ګام په نړیوال هوایي ډګر بدل او بهر ته د لویې پکتیا صادرات به له همدې دګره کېږي. همدارنګه یې وویل چې د خوست ولایت ځمکې به یوازې پر خوستیانو خرڅېږي.