لوګر

لوګر کې د طالبانو استخباراتي مسوول وژل شوی

اطلاعات روز: د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، لوګر کې د طالبانو ډلې استخباراتي مسوول قاري شاغاسي وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمدضیا ضیا وایي، چې تېره شپه (یکشنبه، ۲۰ د چنګاښ) د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د استخباراتو مسوول قاري شاغاسي چې په جلالي مشهور و، وژلی او دوه نور وسله وال یې نیولي دي.

ښاغلي ضیا ویلي: «قاري شاغاسي د ترورېستي بریدونو په طرحه کې په ځانګړې توګه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې لاس درلود.»

احمدضیا ضیا دغه راز ویلي چې له نیول شویو کسانو یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تومانچه، یو عراده موټرسایکل، یوه پایه مخابره او همداراز یو اندازه مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.