رسنیو مرکز

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ ملي ځواکونو ته دوه حماسي سندرې ډالۍ کړې

اطلاعات روز: د «اې سربازه یاره» او «په مینه د وطن» تر عنوانونو لاندې دوه مشهورې حماسي سندرې، چې هېوادوال او د موسیقۍ مینه‌وال له پخوا ورسره اشنایي لري، په دې وروستیو کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ لخوا بیا ویل شوي او ملي ځواکونو ته ډالۍ شوې.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز وایي، د دغو سندرو نن (دوشنبه، ۲۱ د چنګاښ) په یاد مرکز کې د یوې برنامې پر مهال، پرانیسته وشوه.

د رسنیو مرکز خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ رییس، احمد ناصر سرمست، د یادو مشهورو سندرو پرانسیتې مراسمو کې وویل، چې دغه سندرې د استاد قنبر علي په مشرۍ د موسیقۍ «سمفوني ارکسټر» ډلې لخوا بیا ویل شوي دي.

نوموړي له رسنیو غوښتنه وکړه، چې د خپلو برنامو په هغو ساعتونو کې د دغو سندرو د خپرولو برخه کې همکاري وکړي چې ډېر لیدونکي لري، څو په دې کار سره یې د ملي روحیې او مقاومت لوړولو او یووالي رامنځته کولو لاره کې خپل رسالت تر سره کړي وي.

د افغانستان د موسیقۍ ارکسټر د رهبر، محمد قنبر نوشاد په خبره: «اې سربازه یاره او په مینه د وطن حماسي سندرې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو ملاتړ لپاره چې هره ورځ د هېواد او خلکو دښمنانو سره د جګړې په ګرم مورچل کې مقابله کوي، ویل شوي دي.»

د ولسمشر محمداشرف غني ستر سلاکار او د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې لوی رییس، وحید عمر، د دوو بیا ویل شویو حماسي سندرو د پرانیستې برنامه کې په ټولنه کې د هنر او موسیقۍ رول اهمیت ته په ټینګار ویلي: «تاریخ ښودلې چې د جګړې حالت او داسې وضعیت کې چې ټولنه تر ظلم، جبر او تاوتریخوالي لاندې وي، د روحیې ساتل، د مورال، مقاومت او انګیزې رامنځته کول، ډېر مهم دي.»

هغه د یادو دوو حماسي سندرو د بیا ویلو له امله د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ نه په مننې، زیاته کړې چې د یوې ټولنې په توګه ټول یوه مبارزه لري او هغه د هېواد، ماشومانو، ښځو او ځوانانو د راتلونکي لپاره مبارزه ده، څو ټول وکولی شي په همدې فضا کې د کار، تعلیم او هنر زده کولو حق ولري او هر کس د قانون په چوکاټ کې د هغه کار د تر سره کولو فرصت ولري چې لېوال یې وي.