نشه یي توکي

پکتیا پولیسو په روان کال کې ۸ زره کیلو نشه يي توکي نیولي

اطلاعات روز: د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له خوا زرګونه کیلو نشه يي توکي چې د پکتیا ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې له تېر یو کال راهیسې نیولي و، له منځه یوړل.

دغه توکي پرون (سه‌شنبه، ۲۲ د چنګاښ) له منځه یوړل شول. د پکتیا والي ډګر جنرال ګل نبي احمدزی وايي، په همدې نیول شويو څه باندې ۸ زره کیلو چرسو، شیشې او د پوډرو په تړاو ځینې کسان هم د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د هغه په خبره، چې په دې توکو کې چرس، افین، شیشه، پوډر، شراب او ځینې نور مواد شامل دي.

نوموړي داسې وویل: «تاسو نن ولیدل، چې مونږ هغو مخدره موادو ته اور ورته کړ، چې زمونږ پولیسو له خوا د پکتیا په بېلابېلو ساحو کې نیول شوي و، دې موادو کې له چرسو نیولې آن تر شرابو هم شامل و، مونږ په دې تړاو ځینې کسان چې شمېر ۱۱۰ تنو ته رسیږي، دا هم نیولي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي.»

د پکتیا اوسېدونکي نیوکه کوي، چې لاهم په ګردېز ښار کې په ښکاره چرس او نور مواد خرڅیږي، خو د پکتیا امنیه قومندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی بیا وايي، چې د مخدره موادو په وړاندې یې کلکه مبارزه پیل کړې.

باقي زوی زیاته کړه، چې په ښار کې یې د یادو توکو د خرڅلاو په وړاندې جدي اقدامات پیل کړي او د نوموړي په خبره چې ځینې کسان یې هم په دې تړاو نیولي دي.

هغه وايي: «زه چې کله دلته پکتیا ته راغلی یم، په اوله ورځ ما ټول پرسونل ته هدایت کړی، چې د مخدره موادو او د هغوی د کاروباریانو پر وړاندې به جدي هڅه کوئ، او په دې برخه کې مونږ ورته ځانګړی پلان هم چمتو کړی، تر څو هغه کسان چې په ښار کې په خلکو چرس او نور مواد خرڅوي ونیسو او د قانون منګولو ته یې وسپارو.»

احمدابا، احمدخېل، ځاځي اریوب او ځینې نورې د پکتیا هغه ولسوالۍ دي، چې لاهم په کې خلک د نشه يي توکو په کر او خرڅلاو بوخت دي، خو د اړونده سیمو اوسېدونکي یې لامل د کرنې ریاست له خوا نه پاملرنه بولي.