خبریال: فریضه عالمي او عابر شایګان
ژباړن: بهادرخان رحماني
دوه میاشتې وړاندې کله چې اووه کلنه فرېبا له خپلو دوو ۵ کلن او ۱۱ کلن ورونو او نورو همزولو ماشومانو سره کندوز ولایت کې د خپل کور شاوخوا کې په لوبو ول، د دولتي ځواکونو او طالبانو ډلې جنګیالیو ترمنځ د ښار شاوخوا کې سخته جګړه روانه وه. په همدې وخت کې د دې نښتې یو توغندی د ماشومانو منځ کې لګېږي، د فرېبا پښه پرې کوي او د نوموړې د دوو ورونو او د یوې ګاونډۍ ماشومې ژوند اخلي. دوی له هغو سلګونه ماشومانو دي چې هر کال افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي قرباني کېږي.
د رسمي راپورونو پر بنسټ، هرکال ټول افغانستان کې سلګونه ماشومان په جګړو او تاوتریخوالي کې وژل کېږي او ټپيانېږي. د جګړې دا واړه قربانیان له دې سره چې د جګړې او تاوتریخوالي د سختو زیانونو تر ګواښ لاندې دي، د دولت د مالي ملاتړ او روغتیایي چوپړونو تر پوښښ لاندې نه راوستل کېږي.
د تېر اونۍ لومړیو کې د فرېبا ۴۳ کلنې مور او ۶۰ کلن پلار، هغه د درملنې لپاره کابل ته د سرې میاشتې مرکز ته راوړې وه. هغوی د ناروغانو د انتظار سالون کې د ډاکټرانو په تمه ناسته ول چې د فرېبا له پښې یې انځور اخیستی وه او د پرېشوې پښې په غوره ځای کې یې ورته مصنوعي پښه نښلوله. د دې اووه کلنې ماشومې کورنۍ کابل ته له راتګ وړاندې، هغه درملنې لپاره پاکستان ته وړې وه، خو د له درنې بیې یې نه شوی وتلی.
د افغانستان دولت هغه وګړي چې جګړو او تاوتریخوالو کې ټپي کېږي، وړیا په دولتي روغتونونو کې تر درملنې لاندې نیسي خو دا ډېری ناروغان له لومړنیو درملنو وروسته له روغتونونو رخصتېږي او د کورنیو لاسونو ته یې پاتېکېږي. ډېری دا ټپیان په ځانګړي ډول ماشومان چې سخت جسمي او روحي زیان ویني، د هغوی له بشپړې روغتیا د دولتي روغتونونو ناتواني او بهرنیو هېوادونو ته د هغوی د لېږد لپاره د کورنیو اقتصادي کمزورتیا، د معلولیت، تلپاتې ناروغۍ او د کورنیو د اوږو بار کېږي.
هغه قانون چې دولت د «د شهیدانو او مفقودینو د پاتېشونو حقوق او امتیازات» تر عنوان لاندې د جګړې قربانیانو د پاتېشونو ملاتړ لپاره په ۱۳۸۹ کې تصویب کړی، ټپيان او ماشومان تر خپل پوښښ لاندې نه نیسي.
امنه، ۱۴ میاشتنۍ ماشومه ده چې د ۱۳۹۹ کال د غویي په ۲۳مه کله چې تازه د کابل دشتبرچي یو زېږنتون کې پیدا شوه، د وسلهوالو برید کې یې پر پښې مرمۍ وخوړه. امنې له هغې برید وروسته، د خپلې کورنۍ په شخصي لګښت، درې ځله تر جراحي چړې لاندې تللې. هغې دریم جراحي عملیات وړمه چهارشنبه کابل ښار کې یوه خصوصي روغتون کې تېر کړل. د هغې پلار اسدالله چې په خپله د یوې دولتي ادارې مامور دی، پر دولتي روغتونونو د نه باور له امله، هغه درې ځله په شخصي لګښت خصوصي روغتونونو کې عملیات کړې ده. هغه وایي له دې سره چې د دشت برچي پر سل بستریز روغتون د ۱۳۹۹ کال د غویي ۲۳مې له ترهګریز برید وروسته، ولسمشر غني اعلان کړه چې د وژلشویو کورنیو سره سل زره افغاني او ټپيانو سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته کوي، خو د چارو ادارې او د شهیدانو ا معلولینو چارو کې د دولت وزارت ته له ورتګ وروسته هم دا مرستې ورته نه دي وېشل شوي.
«د لورې قضیې مې ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ او د نړۍ ټولو خلکو هغه وپېژندله. ان بهرني خبریالان د امنې پوښتنه کوي خو هېواد دننه هېڅوک د هغې له حالته خبر نه دي او خبر نه اخلي.»
۱۲ کلنه حبیبه د سږ غویي په ۱۸مه د کابل دشتبرچي کې د سیدالشهدا ښوونځي ته څېرمه چاودنې له امله یې یوې پښې زیان لیدلی. کورنۍ یې لومړیو کې فکر کاوه چې هغې سخت زیان نه دی لیدلی خو له څلور ورځو وروسته د هغې پښه تورېږي او په دردېږي. کله چې هغه دشتبرچي کې د محمدعلي جناح روغتون ته وړي، لومړیو کې د دې روغتون مسوولین د هغې له منلو ځان ساتي او د هغې کورنۍ ته وایي چې هغوی د مرستې ترلاسه کولو لپاره هغه ټپي ښیي. د کورنۍ تر ټینګار او له پښې یې د ډاکټرانو تر عکساخیستو وروسته، روغتیاپالان ورته وایي چې پښې یې نوی زیان لیدلی او هغوی یې د درملنې توان نه لري. د حبیبه کورنۍ د بېوزلۍ او تنګسیا له امله، هغه خصوصي روغتون ته د لېږد پر ځای، کور ته وړي. وروسته بیا د رضاکاره ډاکټرانو یوه ډله له هغه سره اړیکه کوي او په یو خصوصي روغتون کې د هغې درملنې لپاره زمینه برابروي.
حبیبه د اووم ټولګي زدهکوونکې ده او د جوجیتسو ورزش هم کوي او درې کوردننه مډالونه یې هم اخیستي دي: «له درده ډېر دا چې نور نهشم کولی ورزش وکړم، ناراحتوي مې. مور او د روغتون روغتیاپالانو ته مې وویل چې مرسته راسره وکړي، څو په د دوا په خوړلو مې پښه ښه شي. که عملیات مې کړي نور ورزش نه شم کولی. هېڅوک مې خبرو او هیلو ته چې راتلونکې لپاره یې لرم، راته غوږ نه نیسي. موږ د دې هېواد نوي بوټي یو. ماشومان یو. باید دولت موږ ته پام وکړي. موږ ته متوجه اوسي. زموږ امنیت ونیسي او له موږ ملاتړ وکړي.»
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور له مخې، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال جریان کې ۵۶۵ ماشومان افغانستان کې وژل شوي او یو زر او ۴۵۴ نور ماشومان ټپيان شوي دي. د دې کمېسیون مرستیال ویاند او د عمومي اړیکو مسوول ذبیحالله فرهنګ وایي، هغه اغېزې چې جګړه یې پر ماشومانو او زلمیانو غورځوي ډېرې ویجاړوونکې دي: «زموږ تمه دا ده چې جګړه پای ومومي او د خلکو غوښتنو ته درناوی وشي. له دې زیات باید د جګړې او تاوتریخوالي ډول و نه وهل شي.»
۱۶ کلنه فرزانه او ۱۴ کلنه خور یې، د سیدالشهدا ښوونځي زدهکوونکې دي چې د سږ غویي میاشتې په چاودنه کې یې زیانونه لیدلی. شکریه چې لاس یې ټپي و، له عملیاتو وروسته اوس نهشي کولی چې د خپل لاس دوو ګوتو ته حرکت ورکړي. تر ټولو کوچنۍ خور یې چې د چاودنې ځای کې بېهوښه شوې وه او له ۵ ساعته وروسته یې وکولی شو چې پیدا یې کړي، سخته روحي ضربه یې لیدلې ده. کورنۍ یې د هغې درملنې لپاره د رواني روغتیا هېڅ چوپړ ته لاسرسی نه لري. اوس چې له هغې چاودنې له دوو میاشتو زیات تېرېږي، د هغې حالت لا سم شوی نه دی او کورنۍ یې د هغې درملنې توان نه لري: «کوچنۍ خور مې له روغتیایي اړخه ښه حالت نه لري. تراوسه نه شم کولی د هغې پر وړاندې له پېښې څه ووایم. د هغې د درملنې پیسې هم نه لرم. پلار او مور مې زما د درملنې او عملیاتو لپاره ټولې پیسې ولګولې. خور مې د شپې ډارېږي. ژاړي او له وینې ډارېږي.»
د فرېبا کورنۍ پنځه کاله وړاندې له دې چې د ماشومانو ډله یې د طالبانو په توغندي و پاشل شوه، د پاکستان له اسلاماباده کندوز ته کوچېدلې وه. د هغې ۶۰ کلن پلار بزګري کوله او له دې لارې یې د خپلې اووه کلنې کورنۍ لګښت پوره کوه. کورنۍ یې تازه په تازه کندوز کې یو کور جوړ کړی و او هڅه یې کوله چې د کورنۍ مشر زوی یې چې پاکستان کې یې ژوند کاوه، قانع کړي چې افغانستان ته راشي. خو هغه په ځواب کې ویلې چې «هلته جنګ دی. تاوتریخوالی دی. تباهي ده.»
د فرېبا مور وایي: «موږ دې پنځو کلونو کې له ټولو ستونزو او ناوړه اقتصادي حالت سره، ځان ته مو کور جوړی کړی و. خو جګړې هر څه نابود کړل. ماشومان مې ووژل شول. د لور مې پښه پرې شوه. اوس نه کور او نه ژوند لرم او نه ان پیسې چې د خپلې لور پښه مې پرې تداوي کړم.»
د خپلو ماشومانو له لاسه ورکولو یې، هغه او خاوند له پښو غورځولي ول، په غورځېدلیو سترګو او مات مخ وایي، چې دا ورځې یې د ژوند تر ټولو بدې ورځې دي.
فرېبا، امنه، حبیبه او شکریه د هغو سلګونه ماشومانو بېلګې دي چې هر کال د غټو خلکو د جګړې بیه پرې کوي. هغوی چې سخت جسمي او رواني زیان ویني، تر لازمه روغتیایي چوپړونو او د دولت تر مالي ملاتړونو نه راځي او د خپلو بېوزله او کمعایدلرونکو کورنیو پر اوږو بارېږي.