هوایي ځواک

کونړ او لغمان کې ۶۸ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اووښتې

اطلاعات روز: د ملي اردو چارواکي د ختیځ په کونړ او لغمان کې د ۶۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (شنبه، ۲ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې افغان هوایي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د لغمان د الیشنګ په مرکز، ګردي سالاب او بارکزي اوهمدارنګه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوایي او توپچي بریدونه کړي، چې پرمهال یې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي، د یادو بریدونو پرمهال یې د وسله والو طالبانو ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.

صاحبزاده زیاته کړه: «افغان هوايي ځواکونو په کونړ او لغمان کې د هوایي او ځمکنیو توپچي بریدونو پرمهال ۳۱ وسله وال طالبان وژلي او ۳۷ نور یې ټپیان کړي دي. زمونږ عملیات د دوی پر وړاندې جریان لري.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.