پکتیا

پکتیا کې د وروستيو جګړو او ولسواليو د سقوط له امله اختر خورا پيکه و

خبریال: حبیب الله سراب

د هیواد د ځینو نورو ولایتونو په څېر پکتیا کې هم د وسله والو طالبانو له خوا ۹ ولسوالۍ سقوط شوې او په ځینو کې یې د سختو جګړو له امله ګڼې کورنۍ د خپلو مېلو پېښودو ته اړ اېستل شوې او په مرکز ګردېز کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، همدې نا امنیو د نورو ورځنیو چارو ترڅنګ د اختر په خوښي هم سیوری غوړولی و، د پخوا په څېر خلکو هغسې چمتوالی ورته نه لاره، چې له دې وړاندې به یې په راتګ شپې او ورځې شمارلې. د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي د وروستيو څو اونيو سختو جګړو او د ولسواليو سقوط ورڅخه د اختر پاتې خوښۍ تروړلې دي.

د دوی له ډلې هغه کورنۍ، چې د جګړو له امله زيانمنې او د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، وایي هېڅ احساس یې نه کاوه چې اختر دې وي او نه يې د پخوا په څېر ونانځلی شو.

د آریوب ولسوالي اوسېدونکی حميدالله، چې په کور يې په ګردېز او کورنۍ يې په ځاځي آریوب کې ده، وايي د خپلې کورنۍ او خپلوانو په اړه ډېر اندېښمن دی.

حمیدالله وايي، که ناامني نه وای، نو له ټولې کورنۍ سره به یې د لوی اختر خوښي یو ځای نمانځلې وی.

د ګردېز اوسېدونکی جمشېد الهام وايي د وروستيو څو اونيو په جګړو کې د امنيتي ځواکونو د سرتېرو وژل کېدو سربېره عامو خلکو ته هم زيات زيانونه اوښتي او ډېری کورنۍ يې غمجنې کړې دي.

الهام زياته کړه: «جنګ داسې ځوانان وخوړل، چې ولاکه دې زړه شوی وای چې له خوبه يې راپاڅوې. دنګې ځوانۍ خاورې شوې، نو اختر او نورې خوشالۍ څوک څه کوي؟ کرونا هم د وحشت پنجې خښې کړې، دې هم ډېر ځوانان او مشران شهيدان کړل. خدای پاک موږ ته اختر راکړی، خو د نمانځلو حالت يې نه دی راکړی.»

د ګردېز اوسېدونکی جمشېد الهام وايي د وروستيو څو اونيو په جګړو کې د امنيتي ځواکونو د سرتېرو وژل کېدو سربېره عامو خلکو ته هم زيات زيانونه اوښتي او ډېری کورنۍ يې غمجنې کړې دي.

د زرمت اوسېدونکی محمد هاشم، چې د جګړو له امله ګردېز ته راکډه شوی او دلته په يوه چاردېوالي کې له ځينو نورو ورته بېځايه شويو کورنيو سره اوسيږي، هم ورته خبره کوي او د روانې جګړې ژر درېدو او دايمي اوربند غوښتنه کوي.

هاشم وويل: «په ځان او خېلخانې پورې حيران يو، ژوند مو په اور کې دی. اختر کې خو خوشالۍ، نوي کالي او خپل خپلوان وي، دلته هېڅ هم نشته. دربدره يو، حتی خپل کور نه لرو. هېڅ هم نشته، دا نو اختر شو؛ اختر نه، دا انساني ژوند هم نه دی.»

په ګردېز ښار کې هم د تېر په څېر ګڼه، ګوڼه او د هټيوالو په خبره هغه شان پېر او پلور نه و او عمومي چوپتيا خوره وه.

د خوراکي توکو يو تن هټيوال جانداد وايي، پخوا چې په نورو اخترونو کې مونږ خپلې سوداوې خرڅولې، نو هلته زمونږ کاروبار ډېر ښه و، خو متاسفانه، چې د جګړو په زیاتېدو او د ولسوالیو په سقوط سره اوس یوازې مونږ ته د ګوتو په شمېر خلک راځي او سودا کوي، چې هغه د خپل دوکان کرایه هم نشو پوره کولی.

هغه وویل: «خلکو به چاکلېتونه، مېوې، نخود، مميز او نور شيان وړل، ډېره سودا به مو کېده، دا زموږ سېزن و، خو اوس اختر داسې دی، لکه هېڅ هم چې نه وي. د سوداګانو خوند نشته، خلک پيسې هم نلري او خپګان هم ډېر دی.»

په ګردېز ښار کې هم د تېر په څېر ګڼه، ګوڼه او د هټيوالو په خبره هغه شان پېر او پلور نه و او عمومي چوپتيا خوره وه.

له اختر وړاندې د څارویو یو تن پلورونکی خان زمان هم په خپل کاروبار خوښ نه و، نوموړي اطلاعات روز ته ویلي ول، چې ډېر کم خلک د قرباني لپاره مالونه پیري، هغه یې لامل د خلکو اقتصادي ستونزې بللې او ویلې یې، زیاتره خک دومره پیسې نه لري، چې د کور لومړني توکي د اختر لپاره واخلي.

خان زمان له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي، چې نور له جګړې لاس په سر شي او د خلکو د ارامه ژوند په خاطر دې جګړه ودروي.

ښاغلي خان زمان داسې ویلي ول: «زمونږ د کاروبار خونده نشته، ما له تېرې یوې اونۍ راهیسې یوازې درې پسونه خرڅ کړي، پخوا به ما په همدومره وخت کې، لس یا دولس وزې او پسونه خرڅول، زه د دې لامل د خلکو غریبي بولم، زمونږ خلک سخت ځپل شوي او نه شي کولی، چې په لوړه بیه مالونه واخلي، طالبانو ته دا پیغام لرم، چې وروره راشه له جګړې لاس واخله او خلک ارامه پرېږده.»

خان زمان له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي، چې نور له جګړې لاس په سر شي او د خلکو د ارامه ژوند په خاطر دې جګړه ودروي.

که څه هم له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه وتلي، خو وسله والو طالبانو د دې سربېره جګړې ته زور ورکړی او د ولسمشر اشرف غني په خبره يوازې په تېره يوه مياشت کې لس زره بېلابېل جنګيالي له ډېورنډ فرضي کرښې دېخوا رااوښتي او د وسله والو طالبانو تر چتر لاندې يې جګړې پيل کړې، چې ډېر يې وژل شوي هم دي.

له دې وړاندې په ځینو نورو اخترونو کې وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو د اخترونو لپاره د څو ورځو په موخه ډزبند کاوه، خو دا اختر د طالبانو او افغان حکومت دواړو له‌خوا اوربند و نه شو.

که څه هم له اختر وړاندې د ملي پخلاینې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی د قطر دوحې ته ولاړ او طالبانو سره پر سوله دوه ورځې یې بحث وکړ او تمه هم همدا وه چې ښایي لږ تر لږه د اختر شپو او ورځو کې په اوربند سلا شي، خو د تمې خلاف د دې ناستې خپره شوې اعلامیه کې یوازې راتلونکې کې په همدې کچه د خبرو اترو دوام ژمنې وشوې.