اطلاعات روز: د پکتیا ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې نامالومه وسلهوالو د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ یو کارمن وژلی دی.
د پکتيا ولايت د پوليسو وياند حيات الله نظامي اطلاعات روز ته وويل، چې نن (دوشنبه، ۴ د زمري) سهار شاوخوا لس بجې د مرکز ګردېز اړوند په دویمې امنيتي حوزې ساحه کې نامالومو وسله والو د پکتيا امنيه قوماندانۍ په يو کارمند «رفيع الله» چې په رجال برجسته برخه کې یې دنده درلوده، په ډزو سره وژلی دی.
نظامي زياتوي، چې په پېښه کې د ښکېلو کسانو د نيولو لپاره پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
د بريد مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.