تخت خواب

پکتیا کې د فرنیچر جوړولو غوړیدا؛ کاروباریان یې د خامو موادو کمښت سره مخ دي

خبریال: حبیب الله سراب

پکتيا کې د فرنېچرو کاروباريان وايي، کارونه يې تر پخوا ډېر ښه شوي او که د خامو موادو او مناسب ځای غم يې وخوړل شي، نو کولی شي په دې برخه کې شته ټولې اړتياوې خپله پوره کړي.

دوی وايي، د فرنېچري توکو بازار تود دی، خو په خبره يې لا هم له بهره ځينې جوړ فرنېچري توکي راوارديږي، چې د دوی پر چارو ناوړه اغېز لري.

له دې ډلې عبدالخالق، چې د ګردېز ښار په يوه څنډه کې په خپله لويه هټۍ کې بېلابېل تزيين شوي توکي جوړوي، له خپل کاره خوښ دی او وايي ګټه – وټه يې تر پخوا زياته شوې ده.

نوموړي اطلاعات روز ته داسې وویل: «ډېر خلک له موږ دا شيان اخلي، ضرورت ورته لري او ډېر خلک خپله د خپل شوق او خوښې فرمايشونه راکوي. موږ اوس په دې برخه کې ښې تجربې او ډېر لايق کسان لرو. يو لوی مشکل د ځای دی، موږ ته بايد د دې کارونو لپاره دايمي او ښه ځای راکړل شي، چې بيا تغير نه شي.»

دوی وايي، د فرنېچري توکو بازار تود دی، خو په خبره يې لا هم له بهره ځينې جوړ فرنېچري توکي راوارديږي، چې د دوی پر چارو ناوړه اغېز لري.

د فرنېچرونو يو بل جوړوونکي شريف الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې خلک د دوی په لاسونو جوړ شوي د کورنۍ اړتيا وړ بېلابېل توکي خوښوي.

شريف الله وايي چې دوی نه يوازې ياد معمول توکي جوړوي، بلکې په خبره يې اوسمهال د ځينو خلکو د غوښتنې پر اساس ځينې ښکلي او عصري توکي هم ورته جوړولی شي.

هغه وايي: «خپل وطن کې د خامو موادو توليدات نه لرو، تختې او ډېر نور شيان له بهره راوړل کيږي. موږ او ډېرو نورو کسانو په دې برخه کې سرمايه ګذاري کړې او که د صنعتي پارکونو په شان منظم ځای برابر شي، ډېر نور کسان به هم ځايونه جوړ کړي. د دفترونو، مکتبونو، پوهنتونونو او خلکو ټوله تقاضا پوره کولی شو.»

د فرنیچرو په کار بوخت یو بل تن محمد صديق اطلاعات روز ته بیا وویل، چې له څو کلونو را په دې خوا په ګرديز کې مېزونه، چوکۍ او ورته نورو توکو په جوړولو او خرڅولو بوخت دی، خو  د هغه په وینا چې د تېرو کلونو ته په کتو يې سږ کال بازار څو چنده ښه شوی دی.

نوموړی وايي: «مخکې مو که په اوونۍ کې يو تخت خرڅاوو خو اوس هره اونۍ خرڅېږي او اکثريت يې داسې دي چې موږ ته څو ورځې وړاندې فرمايش راکول کېږي.»

شريف الله وايي چې دوی نه يوازې ياد معمول توکي جوړوي، بلکې په خبره يې اوسمهال د ځينو خلکو د غوښتنې پر اساس ځينې ښکلي او عصري توکي هم ورته جوړولی شي.

د نوموړي په خبره، د يو ډبل بیډ یا تخت بیه يې له پنځو تر ۷۵۰۰ افغانۍ کېږي، چې دا بیه له پلازمینې کابل څخه خورا په ښه بیه دي.

د هغه په وینا، چې د توکو په بيه کې د تېر په پرتله هومره بدلون نه دی راغلی: «تېر کال د کتابونو يوه مناسبه المارۍ ۳۵۰۰ افغانۍ کېده خو اوس يې که بيه ډېره لوړه شوې وي، نو ۴۵۰۰ افغانۍ کېږي.»

د ګردېز اوسېدونکی جميل خان خوښ دی چې په خبره يې اوسمهال په هېواد او بيا په ګردېز کې په ډېرو برخو کې هغه فعاليتونه کيږي، چې تر دې وړاندې نه و.

جميل ټينګار کوي، چې ټولې دولتي او غير دولتي ادارې بايد له همدې وطني توليداتو استفاده وکړي.

نوموړي زياته کړه: «سېنګل بېډ، ډبل بېډ، بېلابېل رقمه المارۍ، د اوسېدو د کوټو او مېلمستونونو د ښکلي کولو لپاره شيان، ګلدانونه، کوټ بندونه، چوکۍ، مېزونه، د چای څښلو او مجلسونو لپاره لرګين او شيشه يي فرنېچري مواد او نور ډېر شيان دلته جوړيږي او که فرمايش ورکړې، ډارېک يې درته جوړوي.»

خو په همدې حال کې بیا د مرکز ګردېز یو بل تن اوسېدونکی شاه ولي د یادو توکو په لوړو بیو نیوکه کوي او وايي، د دې توکو بیې لوړې، خو کیفیت یې خراب دی، نوموړي چې د خپل واده د مراسمو لپاره د یادو توکو د اخیستو په موخه د فرنیچرو دوکان ته راغلی و له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د دې کاروبار د لاچټکتیا د یو ځانګړي مارکېټ جوړېدل اړین وبلل.

هغه داسې وویل: «زه نن د ځینو فنیچرو توکو د اخیستلو لپاره دلته راغلی یم، عادي مېز هم له ۳۰۰۰ افغانیو پورته بیه لري، چې زیاتره خلک د دې توان نه لري، چې یاد توکي وپیري، خو که بیه یې لوړې دي، نو کیفیت ته یې هم باید پام وشي او بل دا چې د دې کاروبار لپاره باید یو ځانګړی مارکېټ جوړ شي.»

د ګردېز اوسېدونکي ټينګار کوي، چې ټولې دولتي او غير دولتي ادارې بايد له همدې وطني توليداتو استفاده وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين هم د دې توکو په پېر او پلور او کاروبار کې د زياتوالي خبره کوي او وايي چې له فرنېچرونو څخه استفاده د دفترونو سربېره په ودونو او د ځينو نورو مناسبتونو پر مهال دود شوې ده.

د يادې خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي: «ځينو داخلي او خارجي سرمايه ګذارانو له موږ سره په دې برخه کې د پانګونې لپاره تماسونه نيولي، خو دا چې صنعتي پارک لا نه دی فعال شوی او هلته هېڅ ډول امکانات نشته، نو په تاسف تر اوسه په دې برخه کې کوم پېشرفت ندی شوی.»

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل هم د موبل او فرنېچر کاروباريانو ستونزې مني او وايي، چې د حل لپاره يې پر پلان کار کوي.

منګل اطلاعات روز ته وويل، په ټوله کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د هېوادنيو توليداتو او محصولاتو غوړېدو ته جدي کار کوي او په دې لړ کې به اړين اقدامات وشي.

نوموړي زياته کړه: «جدي کوشـش دا دی چې په راتلونکو لنډو ورځو کې په صنعتي پارک کې عملي کارونه شروع شي. مربوطه ادارو ته دنده ورکړل شوې ده، چې د ياد سيمې برېښنا هم تامين او عملي ته برابر کړي. پکتيا ولايتي ادارې د اړوندو وزارتونو او ادارو سره په ګډه هڅه کوي چې ټولو وطني توليداتو ته لاره هواره او په مخ کې يې پراته خنډونه لرې کړي.»

د فرنېچر سربېره د ځينو نورو هغو کاروباريان، چې په اړونده برخه کې کار کوي، وايي چې دولت دې پر ورته واردېدونکو توکو ماليه لوړه او خپلو هېوادنيو توليداتو غوړېدو ته لاره هواره کړي.