اطلاعات روز: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستاني حکومت تل د خپلو شخصي ګټو لپاره د پښتونخوا خاوره کارولې، خو دی زیاتوي چې نور به هېچا ته دا اجازه ور نه کړي چې دا خاوره د افغانستان پر ضد استعمال کړي.
د پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په «مکین» کې دا ستره زرګیزه غونډه نن (سهشنبه، ۵ د زمري) ترسره او د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو ورته زرګونه پښتانه افغانان ورغلي ول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین په خپلې فیسبوکپاڼې خپرې کړیو خبرو کې ویلي چې پاکستاني حکومت تل د پښتونخوا خاوره د افغانستان پر ضد استعمال کړې ده.
ښاغلي پښتین ویلي: «تل زموږ خاوره دغه رياست د خپلو مفاداتو لپاره د افغانستان په ضد استعمال کړې ده، پي ټي ايم به د دې په ضد تل مزاحمت کوي او نور به هيچاته دا اجازه نه ورکوي چې د پښتون خوا خاوره د افغانستان په ضد استعمال کړي.»
منظور پښتین دغه راز ویلي چې په خپله خاوره د هېچا «جنګي پالیسي» نه مني. هغه ویلي چې نننۍ غونډه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه او زیاتوي چې نور باید افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې بندې شي.
ښاغلي پښتین ویلي: «د نن جلسې پيغام ډېر واضح و چې مونږ نور په خپله خاوره د هيچا جنګي پاليسي هم نه منو . د نن جلسه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه او مونږ نن ډېر واضح وویل چې په افغانستان کې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شئ ، د افغانستان جنګ د کرښې دې غاړې ته (پاکستان کې پښتون ميشته سيمه) تباهۍ او بربادۍ راوړي.»
منظور پښتین دغه راز وویل دوی د افغانستان د ولس رایو ته احترام لري او تل به ورسره ولاړ وي.
له بلې خوا د پاکستان پخواني سناتور او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک ویلي په یو ټوېټ کې ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دې غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان «نااعلانشوې» جګړې سره چې په کې «بېګناه» خلک وژل کېږي، مخالفت وشو. ښاغلي خټک ویلي چې دغه ستره غونډه پاکستاني رسنیو خپره نه کړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدارنګه ویلي چې: «که څه هم رياست د جلسې ناکامولو هره هڅه وکړه، خو د مکين جنوبي وزيرستان ولس په ډېره مړانه د پي ټی ايم سره ودريدل او دا جلسه يې کاميابه کړه .»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څو ننګوونکو مسایلو او د دواړو هېوادونو چارواکو څرګندونو او پر یو بل د تورونو لګولو له امله اړیکې یو څه ترینګلې شوې. پاکستان بیا افغانستان سره پر کرښه پوځ هم ځای پر ځای کړی دی.
پاکستان کې د افغانستان د سفیر نجیبالله عليخېل د لور سلسلې عليخېل د تښتونې او بیا د افغان حکومت له لوري د خپل سفیر راغوښتل او له هغې وروسته اسلاماباد ته کابل کې د پاکستان د سفیر تګ دغه اړیکې لا پسې خړې کړې.