اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې څو هدفي بریدونه شوي چې درې په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دغه هدفي بریدونه په تېرو شاوخوا ۴۰ ساعتونو کې شوي، چې وروستۍ هغه یې نن (شنبه، د زمري ۹) سهار وختي وه، چې د جلالاباد ښار په «کهنهفروشي» سیمه کې رامنځته شوه.
د ننګرهار د والي د ویاند عطاالله خوګیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه لارویان ټپیان شوي دي.
که څه هم خوګیاڼي په دې اړه ډیر معلومات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې وژل شوی کس امنیتي و او ټپیان شوي کسان ملکیان دي چې عاملان یې تښتېدلي خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
همداشان تېره او وړمه ورځ هم د جلال اباد ښار په دوه جلا پېښو کې دوه تنه چې یو یې انجنیر و، د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ویشتل شوي او وژل شوي دي.
د دې پېښو په تړاو بیا له هڅو سره سره ځایي چارواکو او امنیتي مسوولینو معلومات نه دي شریک کړي او نه یې هم په تړاو څوک نیول شوي دي.
د دې پېښو مسوولیت هم تر دې دمه چا نه دی منلی.