ملي اردو

شینواری: د ټولو منسوبینو مادي امتیازات لوړېږي

اطلاعات روز: د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل شینواری وایي، د افغانستان ټولو منسوبینو او په ځانګړي ډول محاربوي هغو مادي امتیازات لوړول پام کې نیول شوي او نږدې وخت کې به اجرا شي.

اجمل شینواري نن (یکشنبه، ۱۰ د زمري) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د مادي امتیازاتو دغه لوړېدل د ولسمشر او وسله‌وال پوځ اعلي سرقوماندان محمد اشرف غني له خوا پام کې نیول شوي دي.

ښاغلي شینواري لیکلي: «د اففانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د سرښندنو ته درناوی په موخه، جلالتماب ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقمندان د افغانستان ټولو منسوبینو ته او په ځانګړي ډول محاربوي منسوبینو ته مادي امتیازات لوړول په نظر کې نیولي او په نږدې راتلونکې کې به اعلان او  اجرا شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د وژل شویو منسبوبینو کورنیو له دې وړاندې، دوی ته پر وخت د اکرامیې ورکولو کې پر خنډ او خنډ نیوکې کړي دي. د دوی په وینا چې په دې برخه کې اړونده ادارې پر وخت اجرات نه کوي.