ننګرهار

ننګرهار کې ناپېژنده ټوپکوالو یو دیني عالم په ډزو وژلی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې ناپېژنده وسله‌والو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه، ۱۰ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند مالوچو کوڅه کې یو دیني عالم «خیرالله خاکسار» د ناپيژنده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

نوموړی وایي، وژل شوی کس اوسمهال د الفلاح پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي زده کړیال و.

خوږیاڼي زیاته کړه: «د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې یو دیني عالم ناپيژنده وسله والو په ډزو وژلی او عاملین یې له سیمې تښتیدلي دي خو پولیس یې د نیولو هڅه کوي.»

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.