ننګرهار معلولینو امر

د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو نوی ټاکل شوی امر د دندې په لومړۍ ورځ مړ شو

اطلاعات روز: د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې مخکینی امر وایي، د دې ریاست نوي ټاکل شوي امر د دندې په لومړۍ ورځ د زړه د حملې له امله ساه ورکړه.

د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو امریت مخکیني امر علي محمد کاکړ نن (دوشنبه، ۱۱ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ده پر ځای نوي ټاکل شوي امر حاجي محمد اکبر تیره ورځ د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو د امر په توګه ټاکل شوی و، چې نن یې د دندې لومړی ورځې په پیل کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړې ده.

کاکړ زیاته کړه: «هو نن د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو امریت نوي ټاکل شوي امر حاجي محمد اکبر د دندي په لومړۍ ورځ د زړه حملې له امله ومړ، نوموړی په کار پوه او باتجربه کس و.»

له دې وړاندې د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو امریت چارې علي محمد کاکړ سمبالولې.