لغمان کې بېځایه شوي

لغمان کې له جګړو بېځایه شوې کورنۍ سختې ګرمۍ تنګ کړي

اطلاعات روز: وروسته ترهغې چې د لغمان ولایت په زیاتو سیمو کې جګړو زور واخیست، سلګونه  کورنۍ د سر خونديتوب لپاره د خپلو سیمو په پرېښودو ته مجبورې شوې، چې له ډلې یې لسګونه کورنۍ د مهترلام ښار په یوه څنډه کې په یوه کمپ کې استوګن دي.

 په کوچنیو خیمو کې چې د سختې ګرمۍ، باد او باران تاب نه لري استوګن يې له سخت حالت تېریږي. شریف الله د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ څخه کډوال شوی، چې اوسمهال د کډوالو په یو کمپ کې اوسیږي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، کابو دوه میاشتې وشوې، چې دې سیمې د لغمان له مختلفو ولسوالیو څخه د جګړو له امله راته راکډه شوي، خو هغه مرستې چې دوی ورته اړتیا لري تر اوسه نه دي وررسېدلي.

شریف الله زیاته کړه: «مونږ د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ څخه بیځایه شوي یو، خو تراوسه هغه مرستې چې دوی سره باید شوې وی، نه دي ترسره شوي حکومت هم خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او دلته چې کوم بیځایه شوي خلک استوګن دي دوی له سختو ستونزو سره مخ دي په روغتیایي او نورو برخو کې ستونرې شته له خیریه ادارو او حکومت غواړو چې بیځایه شویو کورنیو سره دې مرستې وکړي.»

د جګړو له ویرې په دې راکډه شوي کورنیو کې یو شمېر داسې هم شته چې د ګټې ـ وټې بل څوک نه لري او سرپرستي، یې مېرمنو ته ور تر غاړې ده.

 په کوچنیو خیمو کې چې د سختې ګرمۍ، باد او باران تاب نه لري استوګن يې له سخت حالت تېریږي. شریف الله د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ څخه کډوال شوی، چې اوسمهال د کډوالو په یو کمپ کې اوسیږي.

زرمینه یو له هغه میرمنو ده چې کار نه شي کولی او نه هم د حکومت له اړخه د پام وړ کومه مرسته ورسېدلي خو د چم ګاونډ د خلکو په لاسنیوي خپلې شپې ورځې تېروي.

زرمینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې په شان ګڼې نورې کورنۍ هم شته چې د ګټې وټې څوک نه لري او ژوند یې له سختو شیبو تیریږي.

زرمینې زیاته کړه: «د جګړو له امله بیځایه شوي یو او اوس دلته دمهترلام د کډوالو په یو کمپ کې اوسیږو، له ډیرو ستونزو سره مخ یو، بل څوک د ګټې هم نه لرم او همدا زه یم چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابرو او له ګڼو ستونزو سره مخ یم له حکومت غواړو چې مونږ سره دې مرسته وکړي او لاسنیوی دې وکړي، زما په شان نورې کورنۍ هم شته دی چې هیڅوک د ګټې نه لري.»

د جګړو له امله بیځایه شوې کورنۍ د روغتیایي خدماتو له کموالي هم شکایت کوي. ګل ولي د لغمان د بادپښ ولسوالۍ څخه د جګړو له امله مرکز مهترلام ته راکډه شوې دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل د روغتیایي امکانانو د نشوالي له امله ان ځینو یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

ګل ولي زیاتوي: «روغتیایي خدمات هیڅ نشته له زیاتو ستونزو سره مخ یو، دلته دومره دوا نه پیدا کیږي چې خلک یې خپلو ناروغانو ته ورکړي، زیاتره بې وزله خلکو د همدې روغتیایي خدماتو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي، مونږ په نورو روغتیایي ادارو غږ کوو چې له مونږ سره دې مرسته وکړي، که په روغتیایي برخو کې مرسته ونشي نو دلته به یو لوی ناورین رامنځته شي.»

د لغمان والي وياند اسد الله دولتزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کډوالو سره يې مرستې کړي او د ژوند د ښه والي په لټه کې یې دي.

بل لور ته د لغمان والي وياند اسد الله دولتزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کډوالو سره يې مرستې کړي او د ژوند د ښه والي په لټه کې یې دي.

دولتزي زیاته کړه: «مونږ د هغه کورنیو سروې پیل کړې چې په دې وروستیو کې د جګړو له امله بیځایه شوي دي د سرو له مخې سلګونه کورنۍ سروې شوي او له زیاتو کورنیو سره یې مرسته هم شوې ده او لا هڅه کې یو د بیځایه شویو کورنیو سره نورې مرستې هم راټولې کړو او ژوند یې ښه شي.»

تر دې وړاندې هم دې کډوالو په ځلونو له شته ستونزو شکايت کړى او غوښتنه يې کړې چې حکومت دې کړې ژمنې عملي کړي.